اردوغان : د بیت المقدس په اړه د ټرمپ پریکړه به د ملګروملتونو عمومي اجلاس ته انتقال کړو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د بیت المقدس په اړه  د امریکا د ولسمشر ټرمپ  پریکړه به  د ملګروملتونو عمومي  اجلاس ته  انتقال کړي.

871873
اردوغان : د بیت المقدس په اړه د ټرمپ پریکړه به د ملګروملتونو عمومي اجلاس ته انتقال کړو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د بیت المقدس په اړه  د امریکا د ولسمشر ټرمپ  پریکړه به  د ملګروملتونو عمومي  اجلاس ته  انتقال کړي.

ولسمشر اردوغان  وویل چې  د بیت المقدس د تاریخي برخلیک  د بدلولو اړوند  د خطرناک  ګام  د مخنیوي په خاطر  د ملګروملتونو د امنیت شورا ته  مسوده  وړاندې شوه چې له بده مرغه  د امریکا لخوا ویتو شوه.

هغه زیاته کړه چې  د امنیت د شورا  د ۱۵ دایمي او موقتي غړیو نه یواځې  امریکا ددې مسودې پر خلاف  رای وکاروله ، پاتې  ۱۴ غړیو ټولو  د مسودې نه ملاتړ وکړ چې دا خبره  هم  امریکا ته ښکاره پیغام  دی او هم  ځانګړی اهمیت لري.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د جیبوتي د هیواد د ولسمشر سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان د جیبوتي د ولسمشر په  مشرۍ  د هیت نه په ترکیه کې د کوربه توب له امله خوښي څرګنده کړه او وویل « لکه څرنګه چې پوهیږي  جیبوتي په ۱۹۷۷ کال کې  خپلواکي ترلاسه کړې ده . جیبوتي د خپلواکه  ۴۰ مه کلیزه  لمانځي چې زه هم  په خپل وار سره  د جیبوتي  ولسمشر  او غیور  ملت  ته  مبارکي وایم. »

ولسمشر اردوغان وویل چې  تل د جیبوتي  د هیواد ترڅنګ یو او ملاتړ ترینه کوو. هغه  د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن  ترهګریز سازمان  لخوا د ترسره شوي کودتا پر مهال  د ترکیې د حکومت او دولت نه د جیبوتي د هیواد د ملاتړ د اعلانولو له امله  مننه وکړه او وویل چې دې هیواد  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  پر خلاف ځیني تدابیر هم  نیولي دي چې دا پخپله د دوستۍ ښکاره بیلګه ده. د همدې امله  د جیبوتي د ولسمشر او ټولو مقاماتو نه  د ترک ملت په استازیتوب مننه کوم.

ولسمشر اردوغان پدې خبري غونډه کې  د ملګروملتونو سازمان د امنیت په شورا کې  د امریکا لخوا د بیت المقدس په اړه  د مسودې د ویتو کولو نه یادونه وکړه.

هغه وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ  په استانبول کې جوړه شوې  د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو په سرمشریزه کې  د بیت المقدس په اړه ډیرې مهمې پریکړې او تصامیم ونیول شول.

ددې تصامیمو په رڼا کې  د بیت المقدس د تاریخي برخلیک د بدلولو د مخنیوي په خاطر  د امینت شورا ته  مسوده  وړاندې شوه چې له بده مرغه د امریکا لخوا ویتو شوه.

د امنیت د شورا د ۱۵ غړیو نه یواځې امریکا  ددې مسودې سره  مخالفت وکړ او نورو  ۱۴ غړیو ترینه پوره ملاتړ وکړ. دا ډیره د اهمیت نه ډکه خبره ده.

اوس  دا مسوده چې د امریکا لخوا ویتو شوې ده  د ملګروملتونو عمومي اجلاس ته  د انتقالولو لپاره تیاری  روان  دی. انشاالله چې  هر څه ژر به دا مسوده  د ملګروملتونو عمومي  اجلاس ته  انتقال کړو.

ولسمشر اردوغان وویل  پوره باور لري چې نړۍواله ټولنه به په عمومي اجلاس کې د عدالت، حقانیت او سولې  پلوي وکړي  او خپلې رایې به په همدې رڼا کې وکاروي. هغه وویل که چیرې د ملګروملتونو په عمومي اجلاس کې  دوه دریمه برخه  رایو سره  مسوده  تایید  شي  دا  د امریکا د ویتو د ردولو په معنا  ده .

ولسمشر اردوغان یو ځل بیا په نړۍوالې ټولنې ته  د بیت المقدس د تاریخي  برخلیک نه د ملاتړ  کولو بلنه ورکړه. هغه وویل چې د ترکیې په توګه  پدې مسله کې به د هیڅډول  هلو ځلو نه ډډه ونکړو.



اړوند خبرونه