ترکیې  د بیت المقدس  په اړه  یو بل ډیر  مهم  ګام  اوچت کړ.

اردوغان : په نږدې راتلوونکې کې به په بیت المقدس کې خپل سفارت پرانیزو

870184
ترکیې  د بیت المقدس  په اړه  یو بل ډیر  مهم  ګام  اوچت کړ.

ترکیې  د بیت المقدس  په اړه  یو بل ډیر  مهم  ګام  اوچت کړ.

د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل « لکه څرنګه چې  ترکیې  ختیځ بیت القمدس  د فلسطین  د پلازمینې په توګه  اعلان کړ  دادی  اوس پدې اړه  یو بل مهم  ګام  پورته کوو. ترکیه په بیت المقدس کې  سفارت جوړوي. »

ولسمشر اردوغان  زیاته کړه داچې  بیت المقدس  تر اشغال لاندې  قرار لري  ددې له امله هلته سفارت انتقالولی  نشو خو هلته د ترکیې قونسګلرۍ د سفارت په څیر کار کوي. انشاالله چې په نږدې راتلوونکې کې به په بیت المقدس کې د ترکیې سفارت پرانیزو.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د عدالت او پراختیا واکمن ګوند  د قهرمان ولایت  د ولایتي شورا په کانګره کې وکړې.

هغه زیاته کړه چې د اسراییلو ترهګر  دولت  کوچني فلسطیني ماشومان  په قفسونو کې  اچوي. د اسراییلو  ترهګر او ضد انساني چلند  ټولو ته  ښکاره دی.

ولسمشر اردوغان په  امریکا  او ولسمشر ټرمپ  غږ وکړ چې ای ټرمپه !  ته  په فلسطین کې د اسراییلو تر اشغال لاندې په سیمو کې  روان ظلمونه په سترګو نه وینې؟ چې خبره  راشي  بیا ادعا کوۍ چې  امریکا د نړۍ سوپر طاقت دولت  دی، ستاسې چې  هر ځای سوپر طاقت شي  کومه ګټه  نکوي.

هغه  زیاته کړه چې  امریکا  د صهونیست  نظر په څیر  « زه چې هر څه کوم  هغه باید وشي »  بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژنده او خپل سفارت يي  هلته د انتقالولو پریکړه وکړه. دا چې  دوی  د ملګروملتونو سازمان د ۱۹۸۰ کال د ۴۷۸ شمیرې  پریکړې په پرخلاف  دا ډول ګام اوچتوي  پس  مونږ  هم  ستاسې دا پریکړه  په رسمیت نه پیژنو. دا چې  تاسې وایاست  مونږ چې هر څه کوو  هغه باید وشي  مونږ هم  تاسې نه پیژنو.

هیڅوک  ددې حق نلري چې بیت المقدس  یواځې د یهودانو  د ښار په توګه اعلان کړي ځکه چې  پدې ښار کې  تر ټولو  زوړ  تاریخ مسلمانان  او مسیحیان لري. د مسیحیانو دیني مشر  پاپ هم  په همدې نظر  دی. په بیت المقدس  تر ټولو  ډیر  حق  د مسلمانانو  دی.

د ترکیې پر وړاندې  دوه لارې شتون لري، یا به ددوې  دې ظلمونو ته غاړه ږدو  او یا به  ددوې پر وړاندې مبارزه کوو.



اړوند خبرونه