د بيت المقدس په اړه د ملي شورا اعلاميه

د تركيې د ملي شورا لخوا د امريكا لخوا د اسراييلو د رسمي پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د ښار د پېژندلو پر خلاف يوه اعلاميه خپره شوه.

867905
د بيت المقدس په اړه د ملي شورا اعلاميه

 

د تركيې د ملي شورا لخوا د امريكا لخوا د اسراييلو د رسمي پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د ښار د پېژندلو پر خلاف يوه اعلاميه خپره شوه.

دا اعلاميه كې چې په ملي شورا كې د عدالت او پراختيا د ګوند، د خلكو د جمهوري ګوند او  د ملتپاله غورځنګ د ګوند استازو لخوا په ګډه خپره شوې ده، د امريكا د متحدو ايالتونو پرېكړه په كې غندل شوې ده.

په اعلاميه كې راغلي دي چې د اسلامي همكاريو د سازمان لخوا د ټولې نړۍ پر هېوادونو باندې غږ شوى دى چې په ۱۹۶۷م كال كې د هوكړليك پر اساس د فلسطين د پلازمېنې په توګه د ختيځ بيت المقدس ښار په رسميت وپېژندل شي.

په اعلاميه كې په ورته ډول د نړۍ په ټولو هېوادونو باندې غږ شوى دى چې د ختيځ البيت المقدس ښار چې اوسمهال د اسراييلو تر يرغل لاندې دى، د فلسطين د دولت د رسمي پلازمېنې په توګه وپېژندل شي.



اړوند خبرونه