اردوغان د سيمې تر ټولو محبوب ليډر!

د امريكا په متحدو ايالتونو كې د پيو د څېړنو د مركز لخوا د يوې څېړنې په ترڅ كې تركيه د تېرو لس كلونو په موده كې د منځني ختيځ په سيمه كې خپل اغېزه زياته كړې ده.

866837
اردوغان د سيمې تر ټولو محبوب ليډر!

 

ددې څېړنې له مخې په سيمه كې تر ټولو اغېزمن هېواد تركيه او تر ټولو محبوب ليډر رجب طيب اردوغان دى.

د پيو څېړنيز مركز دا څېړنې د ايران، روسيې، سعودي عربستان، اسراييلو او مصر په هېوادونو كې ترسره كړي دي. د څېړنو د پايلو پر اساس تركيه، د امريكا متحد ايالتونه او روسيه د تېرو ۱۰ كلونو په پرتله اوسمهال په سيمه كې فعال سياست لري.

د څېړنې پر مهال د نظر پوښتنې پر اساس ۶۳ سلنه ګډونوالو څرګنده كړې ده چې تركيه په سيمه كې د بل هر وخت په پرتله لا زياته فعاله ده.

د بله پلوه په سيمه كې د روسيې د مثبت رول په اړه د خلكو نظر ۳۵ سلنه او د امريكا د رول د مثبت رول په اړه ۲۷ سلنه دى. ددې نظرپوښتنې د ګډونوالو ۶۳ سلنه بيا فكر كوي چې تركيه په سيمه كې مثبت رول لوبولى شي.

ددې نظر پوښتنې په ترڅ كې د اړوندو هېوادونو د مشرانو په اړه هم پوښتنه شوې ده.  د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د څېړنې په پايله كې د سيمې تر ټولو محبوب ليډر ټاكل شوى دى.

د اردوغان شهرت په اردن كې ۶۶ سلنه، په تونس كې ۵۹، سلنه، په لبنان كې ۴۲ سلنه او حتى په اسراييلو كې ۱۵ سلنه دى.



اړوند خبرونه