پوتين انقرې ته را ورسېد!

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ څو شېبې وړاندې انقرې ته را ورسېد.

866145
پوتين انقرې ته را ورسېد!

 

 

ټاكل شوې ده چې پوتين به د خپل تركي سيال اردوغان سره د دوه اړخيزو اړيكو سربېره پر يو لړ سيمه ايزو او نړيوالو مسايلو خبرې وكړي.

پدې لړ كې په سوريه كې روان حالات د خبرو اترو د اجندا په سر كې ځاى لري.

 د روسيې ولسمشر به د تركي مقاماتو سره له سوريې د خپلو سرتېرو د ويستلو نه وروسته په سيمه كې پر امنيتي تدابيرو بحث وكړ.

اقتصاد او انرژي ددې ليدنې بله مهمه اجندا ده. د تركيې له لارې اروپا ته د روسيې د ګازو د انتقال د نل ليكې نه نيولې په تركيه كې د جوړېدونكې اتومي بټۍ د موضوع په اړه به هم بحث وشي.

ټاكل شوې ده چې د ټرمپ لخوا د اسراييلو د رسمي پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د ښار د پېژندلو په پايله كې د رامنځته شوي كړكېچ په اړه به هم دواړه مشران بحث وكړي.


پيوندونه: #پوتين , #اردوغان

اړوند خبرونه