د ایران ولسمشر حسن روحاني  د بیت المقدس په مسلې د خبرو په خاطر  ترکیې ته راځي.

د اسلامي همکاریو تشکلیلات د بیت المقدس په اړه بیړنۍ غونډه کوي

865682
د ایران ولسمشر حسن روحاني  د بیت المقدس په مسلې د خبرو په خاطر  ترکیې ته راځي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني  د بیت المقدس په مسلې د خبرو په خاطر  ترکیې ته راځي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني به د چار شنبې په ورځ  په استانبول کې جوړیدونکي  د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو په بیړنۍ غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته راشي.

د ویلو ده چې  د اسلامي همکاریو تشکیلات د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو  په مسلې  د غور کولو په خاطر  د ولسمشر اردوغان په مشرۍ  په استانبول کې غونډه کوي.

ولسمشر اردوغان  د ټرمپ د پریکړې نه وروسته ویلي وو چې  «  د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو  د دوره يي مشر هیواد په توګه به هر څه ژر د یاد شوي سازمان  د مشران بیړنۍ غونډه ته راوبولي. پدې غونډه کې به پدې اړه  په اوچتیدونکو ګامونو خبرې وکړو. »

د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتو د ریاست مرستیال  پرویز اسماعیل  ویلي دي چې  د ایران ولسمشر حسن روحاني به د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو په بیړنۍ غونډه کې وینا وکړي.

په انقره کې د ایران سفیر محمد ابراهیم طاهریان  بیا ویلي دي چې د ولسمشر روحاني سره به پدې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر هم ملګرتیا وکړي.



اړوند خبرونه