د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان    تیره ورځ  د رسمي سفر په ترڅ کې یونان ته لاړ.

ولسمشر اردوغان په یونان کې د میشتو ترکانو او نورو مسلمانانو سره ولیدل

864038
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان    تیره ورځ  د رسمي سفر په ترڅ کې یونان ته لاړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان    تیره ورځ  د رسمي سفر په ترڅ کې یونان ته لاړ.

ولسمشر رجب طیب اردوغان  د یونان په پلازمینه اتن کې  د لیدونو کتنو نه وروسته  نن  د مسلمانانو او ترکانو  سیمې  ګومولجیني  ته  سفر وکړ.

د ویلو ده چې ولسمشر رجب طیب اردوغان  تیره ورځ د یوناني  مقاماتو سره په لیدنه کې  په نوموړي هیواد کې د میشتو مسلمانانو او ترکانو  له امله  د یونان په حکومت  نیوکې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل  کومه  حقونه چې  د لوزان په نړۍوال تړون کې  په یونان کې میشتو  لږه کیو  لکه  ترکانو او مسلمانانو ته  ورکړل شوي دي  هغه  حقونه ورته نه ورکول کیږي. هغه  د همدې امله  د لوزان په تړون د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

ولسمشر اردوغان  د یونان ولسمشر او لومړي وزیر ته  چې وویل  د لوزان په تړون بیا کتنې ته  اړتیا نشته  سخته نیوکه وکړه.

ولسمشر اردوغان په پلازمینه  اتن کې د خپلو رسمي لیدونو کتنو نه وروسته  نن  د ګومولجیني  سیمې ته  سفر وکړ.

ولسمشر اردوغان  د جمعې لمونځ  د کر محلې په جومات کې ادا کړ  او دلته  د میشتو ترکانو او نورو مسلمانانو سره  لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان  په ګومولجیني کې  د ترکانو او نورو مسلمانانو سره  د لیدنې نه وروسته  نن  ماښام  بیرته هیواد ته راستنیږي.     



اړوند خبرونه