د ترکیې پولیسو په لسګونو تنه کډوال له مرګه وژغورل

د  ترکیې د چناق کلا ولایت د ایوه جک  په ولسوالۍ کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.

864008
د ترکیې پولیسو په لسګونو تنه کډوال له مرګه وژغورل

د  ترکیې د چناق کلا ولایت د ایوه جک  په ولسوالۍ کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.

د ایوه جک ولسوالۍ د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې  د سواحلو د امنیت پولیسو  ۳۲ تنه افغان او ایراني کډوال  چې  د ژمي پدې سړه هوا کې د یوې پلاستیکي کښتۍ په واسطه  یونان ته  روان شوي وو  مخکې ددینه چې  کښتۍ ډوبه شي  ونیول.

سرچینې ویلي دي چې د سواحلو پولیسو د ایوه جک ولسوالۍ د قدرګه بورنو  په ساحل کې  یوه کښتۍ تثبیت کړه چې  د یونان پر لورې روانه وه.

د سواحلو د امنیت پولیسو  سمدلاسه  د نوموړو  د نیولو په خاطر  عملیات پیل کړل  او کډوال يي مخکې ددینه چې  په اوبو کې ډوب شي  ونیول.

نیول شوي ناقانونه کډوال د افغانستان او ایران وګړي دي خو ډیری افغانان  دي.

د سواحلو د امنیت پولیسو  نیولي کډوال  لومړی  د پولیسو مرکز ته  یوړل . کډوالو سره د خوړو او تودو جامو د مرستې نه وروسته  د ایوه جک ولسوالۍ د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته وسپارل.

د سواحلو د امنیت د پولیسو په وینا  که چیرې  دا کښتۍ  په سمندر کې ډوبه شوي وی  کډوال د څو دقیقو په دننه کې  د یخنۍ  مړه کیدل.



اړوند خبرونه