د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تاریخي سفر په ترڅ کې  یونان  ته لاړ.

د ترکیې نه یونان ته د ۶۵ کلونو نه وروسته د لومړي ځل لپاره د ولسمشر په کچه  سفر ترسره کیږي.

863344
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تاریخي سفر په ترڅ کې  یونان  ته لاړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تاریخي سفر په ترڅ کې  یونان  ته لاړ.

د ویلو ده چې  د ترکیې نه یونان ته د ۶۵ کلونو نه وروسته د لومړي ځل لپاره د ولسمشر په کچه  سفر ترسره کیږي.

ولسمشر اردوغان  سره  پدې سفر کې د هغه میرمن آمنه اردوغان، لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار، د لومړي وزیر مرستیال حاکان چوش اوغلو، د اروپايي ټولنې د چارو وزیر عمر چیلیک، د عدلیې وزیر عبدالحمید ګل، د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو، د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي  او د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق  ملګرتیا کوي.

د ویلو ده چې  ۶۵ کاله مخکې  د ترکیې د وخت ولسمشر جلال بایر  په ۱۹۵۲ کال کې  یونان ته سفر کړی وو  چې د هغه نه وروسته ولسمشر اردوغان لومړنی ولسمشر دی چې یونان  ته سفر کوي.

ولسمشر اردوغان  د دوه ورځني سفر په ترڅ کې  لومړنی د پلازمینې اتن  او وروسته بیا لویدیځې تراکیا نه لیدنه کوي.

د ولسمشر اردوغان نه  د یونان په پلازمینه اتن کې  د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ هیت هر کلی وکړ.

ولسمشر اردوغان لومړی  په اتن کې د مجهول سرتیري  څلي ته د ګلانو ګیډۍ  کیښوده  او رووسته يي  د خپل یوناني سیال سره  لیدنه وکړه.

لومړی وزیر اردوغان به  د یونان د لومړي وزیر الکسیس چیپراس سره هم  لیدنه وکړي. ولسمشر اردوغان به  د نوموړي هیواد د مخالف ګوند  د مشر سره هم  لیدنه وکړي.

ولسمشر اردوغان به  د جمعې په ورځ بیا  د نوموړي هیواد د چارواکیو په ملګرتیا  د لویدیځې تراکیا نه لیدنه وکړي.

ولسمشر اردوغان د یونان د ولسمشر سره د لیدنې نه وروسته  دواړو خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

د یونان ولسمشر  دلته  د خپلو څرګندونو په ترڅ کې  وویل « غواړم  د لوزان د تړون نه یادونه وکړم. دا تړون  زمونږ د اړیکو د پولو بیانوونکی  دی. یو داسې تړون دی چې د دوه اړخیزو اړیکو له پلوه  هیڅ مسله پکې  ګونګه  نده پاتې. زه  باور  نکوم چې دا تړون د بحث او بیا کتنې لپاره تشه  ولري. پدې تړون کې په دواړو هیوادونو کې د میشتو لږه کیو  حقونه  په ډاګه دي. دې تړون په یونان کې  د لږه کیو لپاره  دیني  اساس  په ډاګه کړی دی. یونان  ددې تړون  د ټولو حقونو نه  دفاع کوي. »

هغه وویل  «  که چیرې  د دوه اړخیزو اړیکو نه یادونه وکړم  غواړم  د قبرس  د ستونزې نه یادونه وکړم چې د دواړو هیوادونو ګډه مسله ده. یونان ددې مسلې د حل  او هر ژر  د تل پاتې  حل لارې د موندولو  تمه لري. همداشان  دا خبره باید  هیره نکړو چې   د اروپايي ټولنې یو غړی هیواد  د بل غړي هیواد  د ملي حاکمیت په مسلو کې مداخله کولی نشي. ددې په هیله چې  ستاسې دا سفر  د تاریخ په زرینو پاڼو کې ثبت شي. البته چې به بعضو مسلو کې به اختلاف د نظر لرو خو په صمیمي  ډول سره  ټولو اختلافاتو ته  په ګډه  د حل لار موندلی شو. ستاسې لپاره  ډیر ښه سفر غواړم  . »

همداشان ولسمشر اردوغان  بیا وویل چې « نن  د ترکیې او یونان  لپاره  ډیره  مههم  ورځ  ده. د وروستۍ لپاره د ترکیې د وخت ولسمشر مرحوم  جلال بایر  د یونان نه لیدنه کړې وه  چې دادې  نن  يي مونږ کوو. دا چې دا سفر زما په نصیب  شو  ډیر خوښ  یم.

ددې په هیله  چې دا باارښته  سفر  د دواړو هیوادونو لپاره په اړیکو کې نوی  پیل وي.

بعضې  حقایق  تاسې په ډاګه کړل  او زه هم  غواړم چې ځینې حقایق  په ډاګه کړم. په ځانګړې توګه باید ووایو چې اوس هم  زمونږ  ترمنځه  ځینې  اختلافات  شتون لري. ۹۴ کاله مخکې  لاسلیک شوی د لوزان  تړون  یواځې د ترکیې او یونان ترمنځه لاسلیک شوی  تړون ندی. پدې تړون  کې جاپان، انګلستان او پرتګال هم  شریک  دي. »

ولسمشر اردوغان وویل چې دا د ټولو  ګډ تړون  دی. پدې ۹۴ کلونو کې ډیر زیات  پرمختګونه رامنځته شول. حتا  د چا خبره نړۍ له سره  جوړه شوه. همداشان  پدې موده کې د ترکیې او یونان ترمنځه هم  ډیر زیات شیان رامنځته شو. ډیرو زیاتو شیانو بدلون وموند. د بیلګې په توګه  تاسې  وایاست  چې د لوزان په تړون کې په یونان کې د میشتو ترکانو نه د مسلمانانو په توګه یادونه شوې ده . هو دا حقیقت دی خو  په عینې وخت کې  د اروپا د بشري حقونو په محکمه کې د ترکانو د کلمې نه یادونه کیږي. دا پریکړې هلته شتون لري. همداشان غواړم د یوې بلې مسلې نه یادونه وکړم.

په یونان کې د میشتو ترکانو  د ژوند  په شرایطو باید  په جدي توګه بیا کتنه وشي. ایا  په لویدیځې تراکیا کې  مسلمانان  لکه څرنګه چې ورته د لوزان په تړون کې حقونه  ورکړل شوي  دي  ورکړ کیږي. دوې د ټولو د حقونو نه برښمند دي. نن ورځ په لویدیځه تراکیا کې مسلمانان  په خپله خوښه  ځانته  مفتي اعظم  ټاکلی نشي  بلکې  د بل چا لخوا ټاکل شوی  مفتي اعظم پر دوی اداره کوي. ایا  دا څه ډول کیدای شي چې په لوزان کې یو چا ته حق ورکړ شوی وي  او بیا  هغه ته خپل حق نه ورکول کیږي. دا خبره ددې په معنا ده چې په لوزان  عمل نه کیږي. مونږ پدې اړه  د یونان د یو زیات شمیر چارواکیو سره خبرې کړي دي. که چیرې مونږ وایو چې  په لوزان کې هیڅ تشه نشته  باید  په هغه عمل وکړو.

لکه څرنګه چې ټول شاهد دي د په لویديځه تراړه کې  د مسلمانانو سره  جدي تبعیض  کیږي. د هغه سیمې د خلکو نه کافي ملاتړ نه کیږي. خو په ترکیه کې د په خټه یوناني  ترکانو سره  داسې کوم  چلند  نه شوی  او نه به هم  وشي. له بده مرغه چې په لویدیځه تراکیا کې د ترک کلمه هم  څوک زغملی نشي. زما په اند مونږ باید د هر څه نه مخکې دا کوچنۍ ستونزې او خنډونه  حل کړو. دا چې مونږ وایو چې  په لوزان باید بیا کتنه وشي  د هغه نه زمونږ موخه  دا مسلې دي. البته چې په عسکري مسلو کې هم  ستونزې شتون لري. د بیلګې په توګه  یونان د ناټو نه  بهر شو  تکرار ددې سازمان د غړیتوب په برخه کې تر ټول ډیر ترکیې هلې ځلې وکړې. که چیرې مونږ ستاسې پر وړانډې خنډ جوړ کړی وای  یونان  هیڅله هم  نشو کولی چې د دویم ځل لپاره  د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي. مونږ  تل  یونان ته د ګاونډي په سترګه ګورو په بله سترګه نه ګورو.

 

 



اړوند خبرونه