د امریکا د ولسمشر پر خلاف د ولسمشر اردوغان سخت غبرګون

اردوغان : « ای ښاغلی ټرمپ ! تا  ددې پریکړې سره  سیمه  د اور لمبو ته ګوزار کړه»

863032
د امریکا د ولسمشر پر خلاف د ولسمشر اردوغان سخت غبرګون

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا  بیت المقدس د اسراییلو  د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو د پریکړې په غبرګون کې وویل « ای ښاغلی ټرمپ ! تا  ددې پریکړې سره  سیمه  د اور لمبو ته ګوزار کړه»

ولسمشر رجب طیب اردوغان  دا څرګندونې  یونان ته  د سفر نه مخکې  د انقرې د ایسن بوغا  په هوايي ډګر کې وکړې.

هغه وویل  تر ننه پورې  پرته د اسراییلو او امریکا  د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا  پریکړه  هیڅکوم هیواد د خپو لاندې کړې نده. ټرمپ  ددې پریکړې سره  د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړې  د خپو لاندې کړه. هغه وویل  مونږ نه پوهیږو چې ټرمپ  څه غواړي  او چا ته خدمت کوي.

ولسمشر اردوغان  د ترکېې  لومړنی  ولسمشر  دی چې  د ترکیې نه یونان نه د ۶۵ کلونو وروسته سفر کوي.  

ولسمشر اردوغان د انقرې په هوايي ډګر کې راټولو شوو  په زرګونو تنو هیوادوالو ته  په وینا کې وویل « مونږ  هیڅکله  د بنده بنده ګي کړې نده  او نه به يي هم  کله وکړو. مونږ دا مبارزه پدې ډول  پيل کړې او پدې ډول به ورته دوام  ورکړو. کافي  داده  چې  خپل اتحاد  او اتفاق  حفظ کړو. انشاالله ډیر روښانه او ښکلي  راتلوونکی زمونږ په انتظار کې  دی.»

ولسمشر اردوغان وویل چې  د امریکا ولسمشر  تیره شپه  د بیت المقدس په اړه څرګندونې وکړې. ټرمپ  په اصل کې  د خپلې دې پریکړې سره  په ۱۹۸۰ کال کې د امنیت شورا لخوا د بیت المقدس په اړه  شوې  پریکړې د خپو لاندې کړه. تر ننه پورې د اسراییلو او امریکا نه پرته بل هیڅ هیواد  د امنیت شورا پریکړې د خپو لاندې کړي ندي.

ولسمشر اردوغان وویل ټرمپ  ددې ګام  سره نړۍ  او په ځانګړې توګه سیمه  د اور لمبو ته  ګوزار کړه. هغه په ټرمپ  غږ وکړ « ای ټرمپ !  ته څه غواړي چې  چې وګړې. دا څه ډول  دريځ  او چلند دی. د سیاسي  مشرانو  دنده  ستونزې او مشکلات خلق  کول  نه بلې  د سولې او ثبات  ټینګول دي. د مسیحیانو  د دیني مشر  پاپ  سره به هم  د مسلې په اړه خبرې وکړو. ځکه چې  د بیت المقدس  مسله  یواځې د مسلمانانو نه بلکې د ټولې نړۍ  مسئولیت او دنده  ده. که چیرې ښاغلی  ټرمپ  فکر کوي چې زه  قوي یم  ځکه  زما  فکر   صحي  دی  پس  غلط  فکر کوي. په اصل کې  حق  تر ټولو  قوي  دی. مونږ  په هر څه ډیر ښه پوهیږو. »



اړوند خبرونه