ترکیه غواړي په عفرین نظامي عملیات ترسره کړي

د ترکیې د ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه. ویل کیږي  دا  په روان میلادي کال کې د ملي امنیت د شورا وروستۍ بیړنۍ غونډه وه.

857451
ترکیه غواړي په عفرین نظامي عملیات ترسره کړي

د ترکیې د ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه. ویل کیږي  دا  په روان میلادي کال کې د ملي امنیت د شورا وروستۍ بیړنۍ غونډه وه.

د ملي امنیت د شورا  غونډې  ۳ نیم ساعته دوام وکړ. د غونډې نه وروسته پریکړه لیک  خپور شو. په پریکړه لیک کې  د سوریې د حلپ ولایت اړوند  د عفرین په ولسوالۍ د نظامي عملیاتو  اشاره شوې ده .

د غونډې په پریکړه لیک کې  راغلي دي چې  د ترکیې وسله وال ځواکونه د سوریې د ادلیب په ښار کې د امنیت او اسقرار د ټینګښت په خاطر خپل ماموریت  په ډیر بریالیتوب سره  پر مخ وړي. همداشان  د حلپ په لویدیځ کې  د عفرین په سیمه کې هم  د ورته  نظامي عملیاتو  د ترسره کولو سره  به په سیمه کې  امنیت او ثبات لا پسې ټینګ شي.

په پریکړه لیک کې راغلي دي چې په سوریه  کې د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګې پ وای ډي  او وای پي جي  غواړي چې په هغه سیمو کې چې ددوې تر کنټرول لاندې  دي   تاریخي  قومي ساختار د بدلولو  او نسل وژنو سره  سیمې  د خپل تصرف لاندې راولي  چې دېته به  اجازه ورنکړی شي. د دوې دا هلې ځلې  او اقدامات د  ټولو نړۍوالو حقوقو او بشري حقونو سره  په ټکر کې  عمل  دی. ترکیه  د خپلو پولو د امنیت په خاطر  مجبور  دی  چې  هر ډول تدابیر ونیسي.

د ملي امنیت د شورا په پریکړه کې لیک کې په ناروې کې د ناټو په تطبیقاتو کې  هغه  بې شرمي او رسوايي  چې د ترکیې د جمهوریت موسس مصطفی کمال اتاترک  او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر خلاف يي  د دښمنۍ او کینو ډک  چلند کړی وو په کلکه توګه  غندل شوی دی. ترکیې  د ناټو نه پدې اړه  د تحقیقاتو د پراخولو غوښتنه کړې ده .

په پریکړه لیک  کې  د روهینګیا مسلمانانو ته  د بشري مرستو رسولو  او خپلو کورونو او کلو ته د ستنولو  په برخه کې په نړۍوالې ټولنې  د همکارۍ او مرستې غږ شوی دی. په پریکړه لیک کې راغلي دي چې ترکیې پدې برخه کې  خپل هر ډول مسئولیت ادا کړي  او ادا کولو ته دوام  ورکوي. نړۍواله ټولنه هم  باید  د روهینګیا د مسلمانانو پر وړاندې خپل مسئولیت  ادا کړي .



اړوند خبرونه