په ترکیه کې نن  د دوشنبه  د نوامبر ۲۷ مه  ملي ماتم  اعلان شو.

نن په ترکیه کې ملي ماتم اعلان شو

855360
په ترکیه کې نن  د دوشنبه  د نوامبر ۲۷ مه  ملي ماتم  اعلان شو.

په ترکیه کې نن  د دوشنبه  د نوامبر ۲۷ مه  ملي ماتم  اعلان شو.

ترکیې  د مصر د الروضه په جامه  جومات  د خونړي  برید له امله چې  ۳۰۵ تنو پکې ژوند  د لاسه ورکړ  او تر سلو ډیر پکې ټپیان شول  له امله  د یو ورځ لپاره په ټول هیواد او د هیواد بهر په سیاسي نماینده ګیو کې  ملي ماتم  اعلان کړ.

نن  دوشنبه په ټول هیواد  او د هیواد نه بهر د ترکیې په سیاسي نمانیده ګیو کې به د ترکیې بیرغ نیم راټیټ کړی شي.

د ترکیې د وزیرانو شورا  تیره ورځ  د مصر د الروضه په جامع  جومات د ترهګریز برید له امله  چې په ترڅ کې  ۳۰۵ تنو ژوند  د لاسه ورکړ او تر سلو ډیر ټپیان شول  د دې پيښې قربانیانو ته د درناوي  او د مصر د خلکو سره د غمشریکۍ  له امله  په هیواد کې د یوه ورځ د ملي ماتم  پریکړه وکړه.

د وزیرانو د شورا د پریکړې له امله  نن  دوشنبه  په ټول هیواد کې ملي ماتم  اعلان شو. د ملي ماتم له امله به په هیواد او د هیواد نه بهر  د ترکیې په ټولو سیاسي نماینده ګیو کې  د یوې ورځې لپاره  بیرغونه نیم  راټیټ کړی شي.

د یادولو  وړ ده چې  د تیرې جمعې  د لمانځه  پر مهال  ترهګرو  د مصر سینا په ټاپو کې د الاریش  په سیمه کې  د الروضه په نامه  په جامع جومات  ډله ییز برید وکړ.

ترهګرو  په ټوله معنا  سره  قتل عام وکړ. پدې پيښه کې  لږ تر لږه  ۳۰۵ تنو  بې ګنا او مظلومو  کسانو ژوند  د لاسه ورکړ  او ۱۲۸ تنه نور ټپيان شول.

دا  برید پدې وروستیو کلونو کې  په مصر کې ترسره شوی  تر ټولو خونړی  برید دی.

د مصر حکومت هم  ددې پيښې له امله  په هیواد کې ۳ ورځې ملي ماتم  اعلان کړی وو.

ترکیې  حکومت  او ملت  د مصر د خلکو سره د غمشریکۍ له امله  د یوې ورځ لپاره په هیواد کې د ملي ماتم  پریکړه وکړه.



اړوند خبرونه