ترکیې لوی درستیز د روسیې او ایران لوی درستیزوالانو سره لیدنه وکړه

د ترکیې  لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار  د روسیې د سوچي په ښار کې د ایران او روسیې د لوی درستیزوالانو سره  لیدنه وکړه.

852208
ترکیې لوی درستیز د روسیې او ایران لوی درستیزوالانو سره لیدنه وکړه

 د ترکیې  لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار  د روسیې د سوچي په ښار کې د ایران او روسیې د لوی درستیزوالانو سره  لیدنه وکړه.

ترکیه د سوریې د روان کړکیچ د حل په خاطر  د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې کوي.

د هیواد د لوی درستیزوالۍ د مطبوعاتي مرکز  د معلوماتو له مخې  ستر جنرال خلوصي اکار د سوریې د امنیتي ستونزې، په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړانډې د ګډې مبارزې  ، په سیمه کې د موجود  شدت د کچې د راټیټولو  او په سوریه کې د امن سیمو د مسلې په اړه  د روسیې او ایران د لوی درستیزوالانو سره  لیدنه وکړي.

لوی درستیز اکار پداسې حال کې د روسیې په سوچي ښار کې د خپل روسي او ایراني سیالانو سره  غونډه وکړه چې نن  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، په سوچي ښار کې  د ایران او روسیې د ولسمشرانو سره  لیدنه کوي.

د لوی درستیزوالۍ د معلوماتو له مخې د هیواد لوی درستیز اکار په سوچي ښار کې  د ایران او روسیې د لوی درستیزولانو سره  جلا جلا لیدنې هم کړي دي.

د یادولو وړ ده  چې  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  تیره ورځ په سوچي ښار کې  د سوریې د رژیم  مشر اسد سره  هم  ولیدل.



اړوند خبرونه