د تركيې – امريكا ترمېنځ د ويزې جنجال آواريږي
په واشنګټن كې د تركيې سفارت او امريكا په نورو ښارونو كې د تركيې قونسلګريو د يوې پرېكړې له مخې امريكايان ته د ويزې د وركولو چارې په محدود ډول پيل كړي دي.
.
په واشنګټن كې د تركيې سفارت او امريكا په نورو ښارونو كې د تركيې قونسلګريو د يوې پرېكړې له مخې امريكايان ته د ويزې د وركولو چارې په محدود ډول پيل كړي دي.
دا په داسې حال كې ده چې په تركيه كې د امريكا د سفارت په ګډون قونسلګريو هم د تركيې هېوادوالو ته د وزيرې د وركولو چارې په محدود ډول پيل كړې وې.
د بهرنيو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې د واشنګټن لخوا دا اقدام، نوموړي هېواد ته د لومړي وزير بنعلي ييلدرم د سفر نه وړاندې د اړيكو د نورمالېدلو په برخه كې مهم ګام بلل شوى دى.
ټاكل شوې ده چې لومړى وزير بنعلي ييلدرم نن شپه د ( نوامبر اومه) امريكا ته رسمي سفر وكړي.
د دواړو هېوادونو ترمېنځ پر ويزې باندې د متقابل بنديز چارې تېره مياشت د پوليسو لخوا د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د غړيتوب په تور په استانبول كې د امريكا د قونسلګرۍ د يو تن تركي محلي كار كوونكي د نيولو سره پيل شو.