د استانبول په زړه كې نوى كلتوري مركز

د استانبول د ښار په زړه كې د تقسيم د ميدان په ختيځه برخه كې د ` اتاترك د كلتوري مركز` د پخوانۍ ودانۍ پر ځاى د نوې ودانۍ جزييات خپاره شول.

841736
د استانبول په زړه كې نوى كلتوري مركز

 

 

ولسمشر رجب طيپ اردوغان په استانبول كې ددې مهمې پروژې د معرفي كولو په غونډه كې كې په خپل اصيل كلتور تينګار وكړ او زياته يې كړه چې `` كه د ختيځ لور ته لاړ شئ نو هلته د قفقاز كلتور، د منځنۍ آسيا كلتور او نور ټول زموږ خپل كلتورونه دي. شمالي لور ته د كريميا په سيمه كې كلتور زموږ دى او په سوېل كې د ميزوپوتاميا كلتور زموږ د كلتور يوه برخه ده. اناتوليا ددې ټولو كلتورونو زانګو بلل كيږي. اصلي ستونزه دا ده چې موږ تر اوسه پورې د خپل كلتور پر عظمت پوره نه يو پوه شوي.``

اردوغان د اتاترك د كلتوري مركز د نوې پروژې په اړه وويل چې د پاى ته رسېدلو په صورت كې به د نړۍ تر ټولو پرمختللې ودانۍ وي. پدې ودانۍ كې به د هنري نندارتون تالار، د تياتر تالار، كتابتون، د غونډو تالار، عمومي نندارتون او رستورانت ځاى ولري.

ولسمشر څرګنده كړه چې دا پروژه به د ۲۰۱۹ كال په لومړۍ نيمايي كې پاى ته ورسوي. پدې ډول به د استانبول د په زړه پورې ودانيو په كتار كې راشي.



اړوند خبرونه