په ترکیه کې  د لومړي ځل لپاره  مفتیانو ته  د رسمي نکاح تړولو  صلاحیت  او حق  ورکړ شو.

په ترکیه کې ددینه وروسته مفتیان هم کولی شي چې رسمي نکاح وتړي

839751
په ترکیه کې  د لومړي ځل لپاره  مفتیانو ته  د رسمي نکاح تړولو  صلاحیت  او حق  ورکړ شو.

 په ترکیه کې  د لومړي ځل لپاره  مفتیانو ته  د رسمي نکاح تړولو  صلاحیت  او حق  ورکړ شو.

د ترکیې  د عدالت او پراختیا واکمن  ګوند  یو څه موده  مخکې  ولسي جرګې ته  مفتیانو ته  د رسمي نکاح د تړولو  د صلاحیت او حق ورکولو په اړه  د قانون مسوده  وړاندې کړه.

د قانون دا مسوده  په ولسي جرګه  کې  د ډیرو زیاتو بحثونو  او جنجالونو نه وروسته  تصویب  او د توشیح په خاطر ولسمشر رجب طیب اردوغان ته واستول شوه.

د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د نفوس د خدماتو په قانون کې  د بعضو اصلاحاتو په ګډون په ځینو قوانینو کې  د اصلاحاتو په خاطر  ۷۰۴۰ شمیره  قانون  توشیح کړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ  د مطبوعاتي مرکز  د معلوماتو له مخې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  د اساسي قانون  د ۸۹ یمې مادې د لومړي فقرې  او ۱۰۴مې مادې  د دویمې فقرې د الف بند په اساس  دوه قوانین  توشیح  او نافذیدو په خاطر يي  صدرات ته واستول.

پدې ډول  ولسمشر اردوغان  مفتیانو ته  د رسمي نکاح تړولو  د صلاحیت او حق  د ورکولو اړوند قانون هم توشیح  کړ.

په ترکیه کې د جمهوریت د نظام  د اعلانیدو نه راپدیخوا  د نفوس د خدماتو د قانون په چوکاټ کې  د رسمي نکاح تړولو  صلاحیت  یواځې او یواځې  ښاروالیو ته ورکړ شوی وو.

د جمهوریت د اعلان راپدیخوا دا لومړی ځل دی چې په ترکیه کې  مفتیانو ته هم  د رسمي نکاح تړولو  صلاحیت او حق ورکول کیږي.



اړوند خبرونه