تركيه د نوې چورلكې د جوړولو په درشل كې!

د تركيې د هوايي او فضايي صنايعو شركت د اتاك – ۲ په نامه د تعرض د چورلكې لومړنى عكس خپور كړ.

838095
تركيه د نوې چورلكې د جوړولو په درشل كې!

 

د تركيې د هوايي او فضايي صنايعو شركت د اتاك – ۲ په نامه د تعرض د چورلكې لومړنى عكس خپور كړ.  دا چورلكه چې د ۱۰ ټنو وزن لرونكو چورلكو په كتار كې شامله ده له هوا نه د ځمكې پر لور د تعرض پر مهمو او پرمختللو وسلو سمبال ده.

دا چورلكه په عين حال كې د نظامي پرسونل د انتقال وړتيا هم لري. د چورلكې په كابين كې داسې ډيزاين كارول شوى دى چې نظامي پرسونل به په ولاړه پكې د سفر كولو اسانتيا ترلاسه كړي. چورلكه د ۲۰ تنه پرسونل د انتقال وړتيا لري. سربېره پر دې په يو ځل الوتنې سره كولاى شي چې ۱۰۰۰ كيلومتره واټن ووهي.



اړوند خبرونه