امريكا د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې د تركيې ملګرې نه ده!

ولسمشر رجب طيب اردوغان د سوريې د رقه په ښار كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د منسبينو لخوا ددې ډلې د مشر د انځور د ځړولو پر پېښه سخته نيوكه وكړه.

831403

اردوغان چې په استانبول كې د ډي – ۸ په سرمشريزه كې خبرې كولې وويل چې ددې ترهګر انځورونه په اروپا كې هم وخت نا وخت ځړول كيږي. د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې امريكا زموږ همكاره نه ده.

اردوغان زياته كړه چې پې كا كا د امريكا او اروپا دواړو لخوا د يوې ترهګرې ډلې په توګه په رسميت پېژندل شوې ده خو ددې سره سره په اروپايي ښارونو كې ددې ډلې د مشر د انځورونو په واسطه د ترهګرۍ پروپاګند ته اجازه وركول كيږي.

د اردوغان په وينا اروپايي مشران د ليدنې پرمهال وايي چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې زموږ ترڅنګ ولاړ دي خو همدا ترهګر د جرمني په ګډون د اروپا په يو شمېر هېوادونو كې لاريونونه هم كوي.

ولسمشر زياته كړه چې دوى بايد دوه مخى سياست پرېږدي.

اړوند خبرونه