د ډي اته اقتصادي همکاریو سازمان نهمه  سرمشریزه په ترکیه کې پیل شوه.

د نړۍ د پرمختګ په حال کې د ۸ هیوادونو غونډه پیل شوه

831018
د ډي اته اقتصادي همکاریو سازمان نهمه  سرمشریزه په ترکیه کې پیل شوه.

د ډي اته اقتصادي همکاریو سازمان نهمه  سرمشریزه په ترکیه کې پیل شوه.

د ویلو ده چې  سرمشریزه  د ډي ۸ سازمان  د موقتي مشر هیواد  پاکستان  د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي  په پرانیست وینا سره پیل شوه.

د سرمشریزې د پیلیدو نه مخکې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  په سرمشریزه کې د ګډون کوونکو هیوادونو د مشرانو سره  عکسونه واخیستل.

د پاکستان  د لومړي وزیر  عباسي نه وروسته  د یاد شوي سازمان راتلوونکي  مشر هیواد ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وینا وکړه.

د ویلو ده چې پدې سرمشریزه کې د نایجریا ولسمشر محمد بخاري، د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال اسحاق جهانګیري، د اندونیزیا د ولسمشر مرستیال محمد یوسف قالا، پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقاه عباسي، د مالیزیا لومړي وزیر مرستیال زاهد حمیدي، د بنګلادیش د بهرنیو چارو مسئولې د دولت وزیرې محمد شهریار عالم او د مصر د بهرنیو چارو مرستیال حمدي لوزا  ګډون کړی دی.

همداشان د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف  او د ګینا  ولسمشر الفا کوندي د میلمه  ولسمشرانو په توګه ګډون کړی دی.

پدې سرمشریزه کې  تورې بحیرې د اقتصادي همکاریو د سازمان ، د اقتصادي همکاریو د سازمان ، د اسلامي پراختیايي بانک، د اسلامي تشکیلاتو د سازمان، د ملګروملتونو سازمان، د اسلام د تاریخ سازمان، د صنعت او هنر کولتوري مرکز، د اسلامي هیوادونو د احصایې ، د اقتصادي او ټولنیزو څیرونو ادارې او پوهنې  مرکز  استازو هم ګډون کړی دی.

د ویلو ده چې  د جي اته  سازمان  د نړۍ د پرمختګ په حال کې د ۸ هیوادونو جوړ شوی دی چې لومړنۍ سرمشریزه يي په ترکیه کې  او وروسته په خپل وار سره  په هر هیواد کې  ترسره شوې ده . د جي اته  سازمان  ټولو غړیو  یو یو ځل ددې  غونډې مشري کړې ده چې  پدې دوره کې ترکیې ته ورکول کیږي.

ترکیه د دویم  ځل لپاره ددې سرمشریزې کوربه توب کوي.



اړوند خبرونه