د تركيې لخوا د اسراييلو غندنه!

تركيې د اسراييلو لخوا په لوېديځه تراړه كې چې  د دوى تر يرغل لاندې ده د يهودانو لپاره د مېشتځايونو د جوړولو پرېكړه وغندله.

829870
د تركيې لخوا د اسراييلو غندنه!

 

 

د بهرنيو چارو د وزارت لخوا پدې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د اسراييلي مقاماتو لخوا تر يرغل لاندې لوېديځه تراړه كې د يو زرو ۵۸۸ نوو مېشتځايونو د جوړولو پرېكړه غندو.

په اعلاميه كې راغلي دي چې دا ډول پرېكړې د فلسطين د سولې او همداراز د دوو دولتونو پر اساس د حل لارې د رامنځته كولو په برخه كې مرسته نه كوي او دا بهير ټكنى كوي.



اړوند خبرونه