د ترکیې  د مارسین  په ولایت کې د پولیسو د لیږد په بس  موټر  بمي برید وشو.

په ترکیه کې د پولیسو د لیږد په بس خونړۍ چاودنه وشوه

829093
د ترکیې  د مارسین  په ولایت کې د پولیسو د لیږد په بس  موټر  بمي برید وشو.

د ترکیې  د مارسین  په ولایت کې د پولیسو د لیږد په بس  موټر  بمي برید وشو.

د مارسین ولایت  لوی څارنوال مصطفی ایرجان  خبري رسنیو ته  وویل چې  چاودنه  د مارسین ولایت  د یني شهر په ولسوالۍ کې  د پولیسو د لیږد موټر د تیریدو پر مهال  رامنخته شوه.

هغه وویل چې پدې چاودنه کې  ۱۷ تنه پولیس او یو تن ملکي وګړي په ګډون ۱۸ تنه ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د پيښې ټپیان  نږدې روغتونونو کې د تداوۍ لاندې نیول شوي دي.

لوی څارنوال وویل چې د پيښې په اړه يي  پراخه او هر اړخیز تحقیقات پيل شوي دي.

د چاودنې  نوع  معلومه نده.  د چاودنې د نوع د معلومولو په خاطر  څیړنې دوام لري.

د مارسین ولایت د والي دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  چاودنه  د مارسین ولایت د امنیې قومندانۍ  د پرسونل په لیږد  بس  باندې شوې ده .

په پيښه کې ۱۷ تنه پولیس او یو تن ملکي وګړی  ټپیان شوي دي چې  د ټولو روغتیايي حالت  د ډاډ وړ  دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د پيښې په ځای کې یو موټر سایکل چې ډیر زیات  زیان  يي لیدلی  دی  په اړه هم  تحقیقات پیل شوي دي.



اړوند خبرونه