د عراق اوردو د كركوك مركز ته ننوتله

د عراق لومړي وزير حيدر العبادي ددې هېواد اوردو ته ويلي دي چې په كركوك كې پر دولتي ودانيو باندې د عراق ملي بيرغ وځړوي.

828211
د عراق اوردو د كركوك مركز ته ننوتله

 

د عراق لومړي وزير حيدر العبادي ددې هېواد اوردو ته ويلي دي چې په كركوك كې پر دولتي ودانيو باندې د عراق ملي بيرغ وځړوي.

د عراق اوردو د حشد الشعبي د شيعه ملېشو په ملاتړ تېره شپه د كركوك پر ښار باندې د عراق په شمال كې د سيمه ايزې ادارې د ځواكونو يعنې پېشمرګه په لاس كې وو، بريدونه پيل كړل.

عراقي اوردو نن ماښام د جدي نښتو پرته د كركوك د ښار مركز ته ننوتې ده. سربېره پر دې په سيمه كې هوايي ډګر، د نفتو زېرمې او مهمې دولتي ودانۍ هم نيولي دي.

 د بله پلوه د عراق لومړي وزير حيدر العبادي پر پېشمرګه ځواكونو غږ وكړ چې د عراق د اوردو سره يو ځاى شي.


پيوندونه: #عراق , #حشد الشعبي

اړوند خبرونه