اردوغان : د امریکا په بعضو قونسلګریو کې جاسوسان کار کوي
په امریکا د ولسمشر اردوغان سختې نیوکې.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په ترکیه کې د امریکا په بعضو قونسلګریو او سیاسي نماینده ګیو کې جاسوسان شتون لري.
ولسمشر زیاته کړه چې همدا اوس په استانبول کې د امریکا په قونسلګرۍ کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان جاسوس پټ دی. هغه زیاته کړه « دا ډیپلوماټان ندي جاسوسان دي » هغه زیاته کړه چې دیته ورته جاسوسان په امریکا کې هم شتون نلري.
د فتح الله ګولن دا جاسوسان د امریکا د کانګرس سره ډیرې نږدې اړیکې لري. دا یو داسې حقیقت دی چې ټول په ډیر ښه پوهیږي. همداشان د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر او د جاسوسان مشر د امریکا د پنسلوانیا په ایالت کې ژوند کوي.
ولسمشر اردوغان د صربستان نه هیواد ته د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر اردوغان د امریکا سره د ویزې د کړکیچ په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل
« د ترکېې او امریکا ترمنځه د ویزې د کړکیچ یواځنی مسئول په انقره کې د امریکا سفیر جان باس دی. »
ولسمشر اردوغان وویل چې همدا اوس په ترکیه کې د امریکا په بعضو قونسلګریو کې جاسوسان شتون لري.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله