د تركيې – اروپايي ټولنې اړيكې: آيا له سره پيل امكان لري؟

د تركيې – اروپايي ټولنې ترمېنځ د اړيكو ترميم او بيا نورمالېدل، ددې ټولنې لخوا د غير عادلانه او نامساوي د دريځ د پاى ته رسولو پورې اړه لري.

823368
د تركيې – اروپايي ټولنې اړيكې: آيا له سره پيل امكان لري؟

 

 

تركيه د ۲۰۰۵م كال راهيسې په اروپايي ټولنه كې د غړيتوب په موخه نوماند هېواد دى. په همدې موده كې د ټولنې د غړو هېوادونو سره د تركيې اړيكې مثبتې او د امېدواره راتلونكې پر لور پراخېدلې. د تېرو ۱۲ كلونو راهيسې اوسمهال دې اړيكو داسې زيان ليدلى دى چې باور كول پرې هم ګران كار دى.

پدې موده كې د يو شمېر ملي او منطقوي ستونزو او كړكېچونو پر وړاندې د دواړو خواو د بېلابېلو دريځونو په پايله كې ترينګلې شوې. بې له شكه چې د تركيې – اروپايي ټولنې ترمېنځ د اړيكو په برخه كې نوي پيل ته اړتيا ليدل كيږي خو دا پيل بايد عادل او پر مساويانه چلند ولاړ وي.

د ځينو اروپايي هېوادونو لخوا پر تركيې باندې سختې او غير عادلانه نيوكې كېداى شي چې په لنډمهال موده كې دوى ته لږه ګټه ورسوي خو دا په هېڅ ډول په سيمه كې سوله، رفاه او ثبات نشي ګرنټي كولاى. اوسمهال روانې ستونزې او كړكېچونه د تركيې او اروپايي ټولنې تر سرحدونو تېرې شوي دي. د نړيوالو كړكېچونو، توكمپالنې او نا امېدۍ پدې اقليم كې د لوېدېځې نړۍ او مسلمانانو ترمېنځ واټن نور هم زياتيږي. تر هغه پورې چې اروپا او اسلامي نړۍ د نړيوالو ستونزو د آواري په موخه سره لاس په لاس مبارزه ونكړي نو د ګډ ژوند او متقابل احترام پر بنسټ د جهاني كلتور رامنځته كول ناممكن كار دى.

ځيني اروپايي هېوادونه په خپل كورني سياست كې د سختدريځو ښي اړخو ډلو د رايو د ترلاسه كولو په موخه د تركيې سره دښمني كوي. د تركيې پر وړاندې دښمني كول شاوخوا ۱۰ كاله وړاندې پيل شوي وه چې په كرار كرار يې لويو ګوندونو ته هم سرايت وكړ. كه چېرې ددې مخه ونه نيول شي او همداسې دوام وكړي نه يواځې د اردوغان سره دښمني  به د هېوادونو ترمېنځ اړيكو ته زيان ورسوي بلكې په اروپا كې د مېشتو ميليونونو تركان لپاره به هم خطر رامنځته كړي.

تركيه اوس هغه تركيه نه ده چې په ۱۹۶۳م ميلادي كال كې يې په اروپايي ټولنه كې چې هغه مهال يې د اروپا اقتصادي ټولنه وه، د غړيتوب لپاره مراجعه كړې وه. تركيه همداراز اوس هغه تركيه هم نه ده چې په ۱۹۹۹م كال كې د اروپايي ټولنې لخوا د نوماند هېواد موقف ترلاسه كړي. د تركيې نفوس د ۱۹۶۳م كال په پرتله ۳ برابره زيات شوي دي او ناخالص سرانه عايد يې هم د ۱۹۶۳م كال په پرتله ۸۰ برابره ډېر شوى دى.

سربېره پر دې اروپا هم د ۲۱مې پېړۍ د پيل په كلونو كې اروپا نه ده. كه څه هم ځينې پرې سترګې پټوي خو اوسمال په اروپا كې د نيو نازي راډيكالو ډلو لخوا د پاپوليستي سياستونو په پايله كې د كډوالو او مسلمانانو پر وړاندې د نفرت په يو مركز بدله شوې ده. په اروپا كې د امنيتي چارو د خرابېدو سره د اروپايي سياستوالو لخوا په ټولنه كې د غړيتوب په موخه د تركيې پر وړاندې د رامنځته شوو خنډونو په پايله كې تركيې ټولنې هم خپل باور له لاسه وركړى دى. په اروپايي ټولنه كې د غړيتوب له بهيره د تركانو د ملاتړ ګراف را ټيټ شوى دى.

اروپايي پاپوليسيتي سياستوالو د تركيې د كلتور او د خلكو د رايو په واسطه ټاكل شوي مشر باندې لفظي بريدونه وكړل خو تركيې د انتقام پر ځاى په سړه سينه دې نيوكو ته ځوابونه وركړل. په تركيه كې د ۲۰۱۷م كال د اپريل په مياشت كې په اساسي قانون كې د بدلون په اړه د ټولپوښتنې له بهيره وروسته ولسمشر رجب طيب اردوغان د جرمني د لومړۍ وزيرې انګېلا مېركل په ګډون اروپايي مشرانو سره د خبرو اترو په ترڅ كې د نوي پيل هيله څرګنده كړه. په اروپايي هېوادونو كې د پې كا كا او فتح الله ګولن د ترهګرو ډلو د ټولو مخالفتونو او د تركيې په كورنيو چارو كې د مداخلې سره سره اردوغان دا اخلاقي جرائت وكړ چې د اروپا سره خبرو ته كيني.

ولسمشر اردوغان په بروكسل كې د اروپايي ټولنې د چارواكو سره د خبرو اترو پرمهال هوډ درلود چې د دواړو خواو ترمېنځ اړيكې بايد له سره پيل شي. خو په اروپا كې د ستخدريځو اړيكو ګوندونو د پياوړتيا سره پدې برخه كې مثبت ګامونه پورته نشو.

په جرمني كې د تېرې مياشتې د پارلماني ټاكنو پر مهال يو ځل بيا د ولسمشر اردوغان پر وړاندې د نفرت ژبه د ټولو ګوندونو ترمېنځ خپره شوه. كه څه هم د جرمني د تر ټولو لوى ګوند مشرې انګېلا مېركل هم لكه د توكمپالو ګوندونو په څېر پر اردوغان او تركيې سختې نيوكې وكړې خو دې موضوع په هېواد كې د راډيكالو سختدريځو د پرمختګ مخه ونه نيوله. د مېركل ګوند په ۲۰۱۳م كال كې د ټاكنو پر پرتله يو ميليون رايې توكمپال ګوند ته وبايللې.

په ځانګړي توګه په ختيځ جرمني كې راډيكالو ښي اړخو او كيڼ اړخو ګوندونو د لويو ګوندونو په پرتله لا زياتې راغلې خپلې كړې.

تركيه اروپايي ټولنې سره د اقتصادي او امنيتي لاملونو په نظر كې نيولو سره  د نږدې اړيكو غوښتونكې ده. د همدې امله تركيه د اروپا د امنيت او ثبات په برخه كې مهم رول لوبوي. خو د دوه مخي سياست، ګواښونو او ښكاره دښمنۍ سره هېڅكله نه جوړيږي.

تر هغې پورې چې اروپايي ټولنه د تركيې سره په اړيكو كې له دوه مخي سياسته لاس وانخلي د دواړو غاړو ترمېنځ د اړيكو نورمالېدل ناممكن دي.

 


پيوندونه: #تركيه , #اروپا , #جرمني

اړوند خبرونه