د اردوغان – پوتين ليدنه
ولسمشر رجب طيب اردوغان په انقره كې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين سره ليدنه وكړه.
پوتين چې پرون د يو ورځني رسمي سفر په ترڅ كې تركيې ته راغلى وو، د خپل تركي سيال سره يې د دوه اړخيزو اړيكو سربېره پر يو لړ اړوندو سيمه ايزو او نړيوالو مسايلو خبرې وكړې.
دواړو مشرانو تر ليدنې وروسته په ګډه خبري غونډه كې د اړيكو پر پراختيا په ټينګار سره د ګرځندويې او توريزم د سكتورونو پر پرمختګ خبرې اترې وكړې.
اردوغان څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د سوداګرۍ حجم د روان ميلادي كال په لومړنيو اوو مياشتو كې د پام وړ پرمختګ كړى دى. سربېره پر دې د تركي جريان په نامه د ګازو د نل ليكې او همداراز په تركيه كې د اتومي بټۍ د جوړولو په چارو كې روانې ستونزې به هم ژر تر ژره اوارې شي.
اردوغان زياته كړه چې په سوريه كې د ځمكنۍ بشپړتيا په برخه كې د روسيې سره همغږي يو. اردوغان همداراز د عراق په شمال كې د كردانو د سيمه ايزې ادارې لخوا د تش په نامه خپلواكۍ په اړه د غير قانوني ټولپوښتنې موضوع ته اشاره وكړه او زياته يې كړه چې د نورو خطاګانو د مخنيوي په موخه بايد ژر تر ژره اقدامات وشي.
د اردوغان په وينا هېڅوك حق نه لري چې موږ سيمه په اور كې واچوي.
اردوغان د سوريې په اړه د ادليب په ښار كې د اوربند او له جګړې د عاري سيمې د جوړولو په برخه كې د روسيې سره همغږي وښودله او زياته يې كړه چې په راتلونكې كې د مسكو سره به د سوريې په برخه كې متقابله همكاري نوره هم زياته شي.
پوتين هم څرګنده كړه چې ``په سوريه كې د جګړې نه د عاري سيمو د جوړولو په موخه مو د ښاغلي اردوغان سره څو مياشتې وړاندې خبرې اترې وكړې. دا اقدام په اصل كې ډېر سخت و خو د متقابلې ارادې د شتوالي په پايله كې عملي شو. د استانې د خبرو اترو د بهير په چوكات كې چې د تركيې، روسيې او ايران تر ضمانت لاندې روانې دي د اوربند اعلانول زموږ لپاره لوى برى دى.``
د پوتين په وينا په سيمه كې د ورورنو ترمېنځ د جګړې مخه بايد ونيول شي او د ترهګرو پر وړاندې مبارزه وشي.
پوتين همداراز په عراق كې د كردانو د سيمه ايزې ادارې لخوا د تش په نامه د خپلواكۍ د ټولپوښتنې په اړه څرګنده كړه چې موږ د عراق د ځمكنۍ بشپړتيا نه ملاتړ كوو.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله