په ترکیه کې ۱۲۵ تنه کډوال چې ډیری افغانان دي ونیول شول

د ترکیې د ارزینجان  په ولایت کې  ۱۲۵ تنه افغان او پاکستاني کډوال چې ډیری افغانان دي  ونیول شول.

815939
په ترکیه کې ۱۲۵ تنه کډوال چې ډیری افغانان دي ونیول شول

د ترکیې د ارزینجان  په ولایت کې  ۱۲۵ تنه افغان او پاکستاني کډوال چې ډیری افغانان دي  ونیول شول.

د یاد شوي ولایت د جاندارما  قومندانۍ  د معلوماتو له نن  د ارزینجان او ارزوروم  په لویه لار کې  په یو بس موټر کې  سپاره  ۱۲۵ تنه ناقانونه کډوال چې  استانبول ته د تګ هڅه کوله  ونیول شول.

ویل کیږي  د بس  چلوونکي  په ۵۰ کسیز بس کې  ۱۲۵ تنه  کډوال سپاره کړي وو چې  د جاندارما ځواکونو لخوا ونیول شو.

د جاندارما ځواکونو  نیولي  کډوال  د روغتیايي کنټرول  او د هغوې د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو نه وروسته  د ارزینجان ولایت  د کډوالو ادارې ته  وسپارل.

په لومړنیو تحقیقاتو کې  معلومه شوې ده چې دا کډوال د انسان د قاچاقبرانو لخوا  د ایران له لارې  په غیرې قانوني  او قاچاقي ډول سره  ترکیې ته راداخل کړی شوي وو.

یاد شوي کډوال  ارزوزوم  او وروسته  استانبول ته  انتقالیدل. کډوالو  د ترکیې له لارې  اروپا ته د تیریدو هوډ  درلود.

نیول شوي  کډوال  به د قانوني  چارو نه وروسته  خپلو هیوادونو ته  واستول شي.



اړوند خبرونه