د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن انقرې ته راځي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې په موخه نن انقرې ته راځي.

815775
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن انقرې ته راځي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې په موخه نن انقرې ته راځي.

د دواړو مشرانو د لیدنې په اجندا کې  د سوریې په اړه د استانه مذاکرات، په سوریه کې د امن سیمو او د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي ادارې د مشر مسعود برزاني لخوا د غیرې مشروع ټولپوښتنې  مسله  شتون لري.

تمه کیږي چې ولسمشر اردوغان  د عراق په شمال کې د فدرالي ادارې پر خلاف د بندیزونو لګولو په برخه کې د روسیې د ولسمشر پوتین نه د مرستې غوښتنه وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې  د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ  نن د یو ډیر مهم  میلمه  کوربه توب کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یو یو ورځني  سفر په ترڅ کې انقرې ته راځي.

د سیمې  د مهمو دوو هیوادونو  مشران به د سیمې او نړۍ په مهمو پرمختګونو وغږیږي.



اړوند خبرونه