د ترکیې ولسمشر د امریکا د ولسمشر سره لیدنه وکړه
د ترکیې او امریکا ولسمشرانو ګټوره لیدنه وکړه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د ملګروملتونو په عمومي مجلس کې د ګډون په موخه امریکا ته تللی دی تیره ورځ په نیویارک کې د نوموړي هیواد د ولسمشر دونالد ټرامپ سره لیدنه وکړه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې لیدنې ۵۰ دقیقې دوام وکړ.
په لیدنه کې د سیمه ییزو مسلو د حل په خاطر د همکاریو د کچې په لوړولو او ټولو ترهګرو ډلو سره د مبارزې په مسلې خبرې وشوې.
همداشان دواړو مشرانو د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په ۲۵ مه د عراق په شمال کې د فدارالي ادارې لخوا د عراق نه د بیلتون په خاطر د ټولپوښتنې د ترسره کولو په مسلې هم خبرې وکړې. دواړو مشرانو دې مسلې سره سخت مخالفت وښود او وویل چې دا ډول ګامونه د سیمې امنیت د جدي ګواښ سره مخامخوي.
ولسمشر ټرامپ په امریکا کې د ولسمشر اردوغان نه میلمه پالنې او کوربه توب له امله خوښي څرګنده کړه او وویل چې « ستاسې سره د لیدنې او امریکا ته د راتګ له امله ډیر خوښ یم. »
ولسمشر اردوغان د ټرامپ سره د لیدنې نه وروسته دواړو په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان دلته خبریالانو ته وویل چې « د ملګروملتونو په عمومي اجلاس کې د ګډون په موخه امریکا ته راغلي وو چې پدې چوکاټ کې مو د قدرمن دوست ښاغلي ټرامپ سره دوه په دوه او د هیتانو ترمنځه لیدنې وکړې.
د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سیمې او نړۍ په مهمو مسلو مو د خبرو کولو فرصت ترلاسه کړ.
ټرامپ بیا وویل چې « د ګران دوست ولسمشر اردوغان سره د لیدنې او معرفي له امله ویاړم. هغه د نړۍ په ډیره ستونزمنده سیمه کې کارکوي. که حقیقت ووایم ډیر زیات محبوبیت لري او د امریکا سره په ګډه کار کوي. د ترکیې او امریکا ترمنځه ډیره ښه دوستي او قوي اړیکې شتون لري. زما په باور د ترکیې او امریکا ترمنځه اړیکې د نور هر وخت نه ډیرې ښې دي چې دا د شخصي اړیکو نه هم سرچینه اخلي.»
ټرامپ د لیدنې په پای کې د ولسمشر اردوغان نه مننه وکړه او وویل چې په امریکا ته ستاسې نه میلمه پالنه او کوربه توب زمونږ لپاره شرف دی.