ترکیې  د عراق په شمال کې د پې کاکا ترهګرې ډلې په کمپونو او پټنځایونو درانده  بریدونه وکړل.

د پې کاکا ګڼ شمیر پټنځایونه او د وسلو او مهماتو ډیپوګان له منځه یوړل شول

811040
ترکیې  د عراق په شمال کې د پې کاکا ترهګرې ډلې په کمپونو او پټنځایونو درانده  بریدونه وکړل.

ترکیې  د عراق په شمال کې د پې کاکا ترهګرې ډلې په کمپونو او پټنځایونو درانده  بریدونه وکړل.

د ترکیې وسله والو ځواکونو  ویلي دي چې  د عراق په شمال کې د پې کاکا ترهګرې ډلې په کمپونو، پټنځایونو، موضعګانو او د وسلو او مهماتو په ډیپوګانو  درانده هوايي بریدونه کړي دي.

د ترکیې د وسله والو ځواکونو زیاته کړې ده چې  پدې هوايي بریدونو کې  پې کاکا ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ شوی دی. د پې کاکا اړوند یو زیات شمیر پټنځایونه، د وسلو او مهماتو ډیپوګان  او موضعګانې له منځه وړ شوي دي.

دا بریدونه د عراق په شمال کې د زپ، متینا او اواشین  په سیمو  شوي دي. په سیمه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې  اړوند  د پټنځایونو، موضعګانو او د وسلو او مهماتو د ډیپلوګانو د تثبیتیدو نه وروسته  هوايي ځواکونو په سیمه درانده بریدونه وکړل.

الوتکې  د عملیاتو نه وروسته بیرته په سلامتۍ خپلو هډو ته ستنې شوي دي.

ترکیې  پداسې حال کې د عراق په شمال کې د پې کاکا ترهګرې ډلې اړوند په سیمو هوايي بریدونه وکړل چې د عراق په شمال کې د کوردانو فدرالي اداره  د عراق نه د بیلتون او خپلواکۍ په خاطر  د سپتمبر په ۲۵ مه نيټه  د ټولپوښتنې د ترسره کولو پریکړه کړې ده.

ترکیې  د نوموړې پریکړې په غبرګون کې  د عراق د شمال سره په پولو کې عسکري تطبیقات هم  پيل کړي دي.



اړوند خبرونه