كور اخيستونكي ته د تركيې تابعيت
په تركيه كې د بهرنيو اتباعو لخوا د غير منقول مال د اخيستونكو لپاره د تابعيت د وركولو د قانون نوې طرحه پارلمان ته لېږل شوې ده.
په تركيه كې د بهرنيو اتباعو لخوا د غير منقول مال د اخيستونكو لپاره د تابعيت د وركولو د قانون نوې طرحه پارلمان ته لېږل شوې ده.
دا طرحه چې ددې هېواد د چاپېريال او ښاري چارو د وزارت، اړوندو ښارواليو، د پانګې اچونې د ادارې او د غير منقول د سكتور د استازو په همكارۍ جوړه شوې ده، له مخې يې هغو بهرنيانو ته چې په تركيه كې كورونه اخلي د تابعيت د وركولو زمينه برابره كړې ده.
پدې اړه د پخوانۍ طرحې له مخې بهرنيو اتباعو بايد لږ تر لږه د ۱ ميليون ډالرو په ارزښت جايداد اخيستى واى. په نوې طرحه كې وړانديز شوى دى چې دا شمېره ۵۰۰ زرو امريكايي ډالرو ته راټيټه شي.
پخوا هم په تركيه كې هغو بهرنيو سوداګرو چې د ۱ ميليون ډالرو په ارزښت پانګه اچوونه يې په تركيه كې كړي وي، تابعيت وركول كېدلو.
تركيه په پام كې لري چې له دې لارې بهرنۍ پانګه هېواد ته جلب كړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله