د اختر له لمانځه وروسته د اردوغان څرګندونې
د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په استانبول كې د اختر له لمانځه وروسته خبريالانو ته وويل چې د اسلامي نړۍ په يو شمېر هېوادونو كې روان تاوتريخوالي د اختر د خوشالۍ مخه نيولې ده.
د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په استانبول كې د اختر له لمانځه وروسته خبريالانو ته وويل چې د اسلامي نړۍ په يو شمېر هېوادونو كې روان تاوتريخوالي د اختر د خوشالۍ مخه نيولې ده.
ولسمشر څرګنده كړه چې په سوريې او عراق كې روانې نښتې او د ميانمار د روهينګا په سيمه كې پر مسلمانانو باندې ظلمونه زموږ د اختر خوشالي را نه اخيستې ده.
اردوغان زياته كړه چې په تركيه كې دننه د ترهګرۍ سره روانه مبارزه به په هېواد كې دننه او د اړتيا په صورت كې د هېواد له پولو بهر جاري وساتي.
ولسمشر اردوغان د امريكا پر متحدو ايالتونو باندې د نيوكې سره وويل چې دا هېواد د فتح الله ګولن له ترهګرې ډلې ملاتړ كوي. پدې اړه به د امريكايي سيال ټرمپ سره خبرې وكړي.
اردوغان يو ځل بيا د اختر د را رسېدلو له امله ټولې اسلامي نړۍ مباركي وويله.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.