هیله ده چې د امريكا – شمالي كوريا ترمېنځ تاوتريخوالى په جګړې بدل نشي.
ولسمشر رجب طيب اردوغان څرګنده كړه چې د امريكا د متحدو ايالتونو او شمالي كوريا ترمېنځ روان تاوتريخوالى په جګړې بدل نشي.
اردوغان په استانبول كې د جمعې د لمانځه د ادا كولو نه وروسته خبريالانو ته وويل چې`` اوسمهال په نړۍ كې د ۱۶ هېوادونو لخوا د اتومي وسلې پر سر جدي رقابت روان دى. هيله ده چې د امريكا د متحدو ايالتونو او شمالي كوريا ترمېنځ روان تاوتريخواى په جګړې بدل نشي. ځكه چې دا جګړه كېداى شي د دواړو ترمېنځ محدوده پاتې نشي. دا به د نوو ګواښونو يو بهير پيل كړي. هيله لرم چې دا ستونزه په سياسي ډګر كې پاى ته ورسيږي.``
شمالي كوريا ګواښ كړى وو چې د پاسيفيك په بحر كې د امريكا اړوند د ګوام پر ټاپوزمې باندې بريد ته تيارى نيسي.د امريكا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ددې ګواښ په ځواب تېره ورځ وويل چې شمالي كوريا ته به داسې ځواب وركړي چې په نړۍ كې يې سارى نه وي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.