د ترکیې جنګي الوتکو د عراق په شمال هوايي بریدونه وکړل

د ترکیې  جنګي الوتکو یو ځل بیا د عراق په شمال کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې په پټنځایونو  هوايي بریدونه وکړل.

771741
د ترکیې جنګي الوتکو د عراق په شمال هوايي بریدونه وکړل

د ترکیې  جنګي الوتکو یو ځل بیا د عراق په شمال کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې په پټنځایونو  هوايي بریدونه وکړل.

د هیواد  د لوی درستیزوالۍ د مطبوعاتي مرکز لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  د عراق په شمال کې  د  زپ په سیمه کې د ترهګرو د ثبیتیدو نه سمدلاسه وروسته  جنګي الوتکې د سیمې پر لورې وخوځیدې.

اف ۱۶ جنګي الوتکو  د عراق په شمال کې د زپ په سیمه کې  په هغه سیمو چې ترهګر پکې تثبیت شوي وو  هوايي بریدونه وکړل.

په بریدونو کې  تثبیت شوي  ترهګر له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د نوموړو بریدونو په ترڅ کې د ترهګرو دوه پټنځایونه او ګن شمیر موضعګانې له منځه وړل شوي دي.



اړوند خبرونه