په ترکیه کې د سترې خونړۍ فاجعې مخه ونیول شوه.
ترکیې امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید کوونکو د ملګرو سره یو ځای ونیو
په ترکیه کې د سترې خونړۍ فاجعې مخه ونیول شوه.
د ترکیې د غازي انتیپ په ولایت کې ځانمرګی برید کوونکی ونیول شو.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د غازي انتیپ ولایت د شاهین بای په ولسوالۍ کې یو تن ځانمرګی برید کوونکی د دوو تنو نورو سره ونیول شول.
د غازي انتیپ ولایت د امنیتي سرچینو د خبر مخې پولیسو د شاهین بای ولسوالۍ د استقلال په سیمه کې د سوریې لمبر پلیټ لرونکی یو موټر ودرو. د موټر د درولو سره سم په موټر کې د سپرو ۳ تنو نه دوو تنو يي په تیښته پیل وکړ.
پولیسو نوموړي کسان لاس په لاس ونیول. همداشان پولیسو دریم تن چې په موټر کې پاتې وو په ډیرې چټکتیا سره ونیو.
د نوموړو دریم تن سره چې په موټر کې پاتې وو ځانمرګی واسکټ چې ګمان کیږي برید ته يی حاضر کړی وو هم ونیول شو.
پولیسو په موټر کې د پلټنو په ترڅ کې ۲ لاسي بمونه او ۳ تبانچې هم وموندلې. نیول شوي کسان د سوریې وګړي دي.
د غازي انتیپ د والي د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې تیره شپه د لسو بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې پولیسو د ګزمې پر مهال د سوریې لمبر پلیټ لرونکي په یو موټر کې ۳ تنه چې یو تن يي ځانمرګی برید کوونکی دی ونیول.
د پیښې په اړه څیړنې دوام لري. دا لا معلومه نده چې برید کوونکو په کوم ځای د برید پلان درلود.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله