د كودتا د ناكام اقدام د شهيدانو ياد

په تركيه كې د ۲۰۱۶م كال د جولاى د مياشتې په ۱۵مه نېټه د فتح الله ګولن د ترهګرۍ ډلې د موازي دولت د جوړښت د خاينو منسوبينو لخوا د طرحه شوې ناكامې كودتا پر وړاندې د مقاومت په پايله كې ۲۴۹ تنه تركي هېوادوال شهيدان شوي ول.

768866

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان او لومړي وزير بنعلي ييلدرم نن سهار په استانبول كې ددې شهيدانو د يوې برخې له هديرې نه ليدنه وكړه او د دوى پاك روح ته يې دعا وكړه.

د شهيدانو له هديرې د كابينې غړو، د وسله وال پوځ استازو او د استانبول ښاروال هم ليدنه وكړه.

پوره يو كال وړاندې د جولاى په ۱۵مه نېټه په تركيه كې د كودتا ناكام اقدام شوى وو چې د تركي ملت د فراست او قربانۍ په پايله كې دا اقدام شنډ او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپارل شول. ټاكل شوې ده چې د جولاى په ۱۵مه نېټه په ټول هېواد كې د كودتا د ناكامېدلو د لمانځلو په موخه پراخه غونډې جوړې شي.

پيوندونه: #تركيه , #شهيدان

اړوند خبرونه