د ترکیې  د ملي راډیو تلویزیون  نوی عمومي ریس  وټاکل شو.

ابرهیم ارن د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون د نوي ریس په توګه وټاکل شو

767404
د ترکیې  د ملي راډیو تلویزیون  نوی عمومي ریس  وټاکل شو.

د ترکیې  د ملي راډیو تلویزیون  نوی عمومي ریس  وټاکل شو.

د ترکیې د وزیرانو شورا د ملي راډیو تلویزیون  مرستیال ابراهیم ارن  د نوي ریس په توګه  وټاکه. د وزیرانو شورا  د ابراهیم  ارن  ټاکنه  د تایید په خاطر ولسمشر رجب طیب اردوغان ته  وړاندې کړ  چې د ولسمشر لخوا  د تایید نه وروسته  په رسمي جریده کې  خپره شوه.

د ویلو  ده چې د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون د ریاست  لپاره  ۵۶ تنو ځانونه نوماند کړي وو چې ددوې له جمع  نه  د ۳ تنو نوماندي ومنل شوه.

د ترکیې د راډیو او تلویزیونو عالي شورا  د ملي راډیو تلویزیون د ریاست لپاره په ۵۶ تنو موماندانو د غور کولو  نه وروسته  د ۳ تنو نوماندۍ  ومنله  او د وزیرانو شورا ته يي وړاندې کړه.

د وزیرانو شورا بیا د نوموړو  ۳ تنو نه  د ملي راډیو تلویزیون مرستیال  ابراهیم  ارن  نوماندي  قبول  او د تایید په موخه يي  ولسمشر رجب طیب اردوغان ته وړاندې کړه.

ولسمشر اردوغان بیا  ابراهیم  ارن  د ملي راډیو تلویزیون د نوي ریس په توګه وټاکه.

ابراهیم ارن  څوک  دی؟

ابراهیم  ارن  په ۲۰۰۴ کال کې  د بوغازایچي  پوهنتون  د سیاسي علومو او نړۍوالو اړیکو د څانګه نه فارغ  او په کولتوري او هنري برخو کې په دنده  پیل وکړ. هغه لومړی په خصوصي  شرکتونو کې دنده پیل کړه او وروسته يي د مطبوعاتو برخه کې په کار پیل وکړ.

همداشان ددې ترڅنګ يي په ملي او نړۍواله کچه  د مستند فلمونو، انیمیشن فلمونو، فلمونو او اعلاناتو په جوړولو پيل وکړ.

په ۲۰۰۸ کال کې  د تورکواز مډیا  ګروپ  په چوکاټ کې  د ترکیې په یو مشهور خصوصي تلویزیون ATV  کې په دنده پیل وکړ. وروسته  په انګلستان کې د یاد شوي تلویزیون  د نماینده ګۍ  مسئولیت يي په غاړه واخیست او په ۲۰۱۰ کال کې  بیا  د یاد شوي تلویزیون  د اروپايي نشرانو د عمومي ریس د مرستیال په توګه په دنده پيل وکړ.

همداشان  یو څه موده وروسته يي  د ATV  د عمومي ریس  مرستیالۍ ته ارتفاع وکړه.

هغه  د لندن  د ویست منیسټر د پوهنتون نه  د مطبوعاتو په برخه کې ماستري واخیسته  او په ۲۰۱۳ کال کې بیا  د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون د عمومي ریس د مرستیال په توګه وټاکل شو.

ابراهیم ارن  د ترکیې په ملي راډیو تلویزیون کې د دندې د پیلولو نه وروسته  سمدلاسه د یو زیات شمیر تاریخي  سریالونو او فلمونو په جوړولو  پيل وکړ. د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون  یو زیات شمیر تاریخي  سریالونه او فلمونه  د هغه په مشرۍ جوړ شول.

ابرهیم  ارن  ددې سربیره  د تلویزیونو د کمیټې  د اجراییوي شورا ریاست او د ترک ټیلي کام  مخابراتي شرکت  د اجراییوي شورا غړیتوب  په غاړه لري.



اړوند خبرونه