اردوغان د ټرامپ او پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې
ولسمشر اردوغان د قطر او سوریې د مسلو په اړه د نړۍ د دوو مهمو هیوادونو مشرانو سره خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نړۍ د سوپر طاقت دوو هیوادونو د ولسمشرانو سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر او سوریې د مسلو په اړه لومړی د امریکا د ولسمشر دونالد ټرامپ او وروسته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان لومړی د قطر او خلیجو هیوادونو ترمنځه د روان کړکیچ په اړه د دونالد ټرامپ سره ۴۰ دقیقې د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. دواړو مشرانو د نوموړې ستونزې په حل ټینګار وکړ.
پدې ټیلیفوني خبرو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په مسلې هم خبرې وشوې.
ولسمشر اردوغان د ټرامپ سره د ټیلیفوني خبرو نه وروسته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې پوتین ولسمشر اردوغان ته د کمکي اختر مبارکي وویله او وروسته دواړو مشرانو د سوریې د روانې ستونزې او دوه اړخیزو مسلې په اړه خبرې وکړې.
اردوغان او پوتین د سوریې د روان کړکیچ د حل په خاطر پیل شوی د استانه په لیدونو کتنو په اړه هم خبرې وکړې.
دواړو مشرانو راتلونکې اوونۍ د جرمني د هامبورګ په ښار کې جوړیدونکي د جي شل سرمشریزې په چوکاټ کې د لیدنې پریکړه وکړه.