ترکیې قطر ته د دویمه ډله سرتیري واستول

د ترکیې او قطر ترمنځه د عسکري تړون له مخې  ترکیې په قطر کې خپل عسکري فعالیتونه  ګړندي کړل.

758163
ترکیې قطر ته د دویمه ډله سرتیري واستول

 ترکیې  په قطر کې جوړې کړې  عسکري هډې ته  دویمه  ډله  ځواکونه  او زغروال  ګاډي واستول.

د ترکیې او قطر ترمنځه د عسکري تړون له مخې  ترکیې په قطر کې خپل عسکري فعالیتونه  ګړندي کړل.

ترکیې په لومړني پړاو کې  ۲۳ تنه سرتیري او ۵ زغروال ګاډي  قطر ته واستول. قطر ته د عسکرو استولو لړۍ به دوام وکړي.

د ویلو ده چې  قطر ته استول شوو ترکي سرتیرو د سیمې د وسله ځواکونو  د جامو رنګ ته  نږدې رنګ  انتخاب شوی دی .

ترکیې په قطر کې جوړه کړې عسکرې هډې ته  لومړنۍ ډله سرتیري د تیرې یکشنبې په ورځ  استولي وو. نوموړي ځواکونه د قطر پلازمینې دوحې ته د رسیدو سره  سم  د قطر په ګډو عسکري تطبقاتو پیل وکړ.

د خلیج د بعضو هیوادونو لکه سعودي عربستان، بحرین ، متحده عربي اماراتو او مصر په څیر هیوادونو  د روانې میاشتې په پنځمه نيټه  په قطر  عسکري، اقتصادي او سوداګریز بندیزونه ولګول او خپلو هیوادونو نه يي د قطري ډیپلوماټان  وشرړل.

همداشان  نوموړو هیوادونو په قطر په ټولې معنا نه  محاصره  ولګوله. سعودي عربستان، مصر او بحرین  په ګډون دې هیوادونو  د قطر پر مخ خپل هوايي او سمندري حریمونه وتړل  او مخکۍ لاره بنده کړه.

قطر  د نوموړي محاصرې  په لومړنیو ورځو کې د خوراکي توګو د ستونزو سره مخ شو چې ترکیې سمدلاسه  قطر ته د خوراکي توکو په استولو پیل وکړ. د قطر دا ستونزه په کامله توګه  حل شوه.



اړوند خبرونه