ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان د پاچا او ولیعهد شهزاده سره خبرې وکړې

ولسمشر اردوغان د سعودي د پاچا سره په خبرو کې د هغه نه د قطر د ستونزې د حلولو غوښتنه وکړه

757406
ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان د پاچا او ولیعهد شهزاده سره خبرې وکړې

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان  داځل  د  خلیج هیوادونو او قطر د کړکیچ په اړه  پخپله د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز او نوي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره  خبرې وکړې.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر رجب طیب اردوغان  پرون ماښام  د سعودي د پاچا ملک سلمان  او نوي ولیعهد شهزاده  محمد بن سلمان سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان  د سعودي عربستان نوي ولیعهد شهزاده  محمد بن سلمان  ته  د نوې دندې له امله  مبارکي وویله  او هیله يي څرګنده کړه چې  دا  ګام  د خیر او برکت  وسیله وګرځي.

پدې ټیلیفوني خبرو کې  د ترکیې او سعودي عربستان په اړیکو  او د همکاریو د کچې په لا لوړولو  خبرې وشوې. دواړو خواوو په راتلوونکې د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پراختیا  او ودې په اهمیت ټینګار وکړ.

ولسمشر اردوغان  پدې ټیلیفوني خبرو کې  د سعودي عربستان  د پاچا ملک سلمان سره  د قطر سره د روان کړکیچ د حل په مسلې خبرې وکړې. دواړو مشرانو  د نوموړي  کړکیچ د حل په خاطر  د لا زیاتو هلو ځلو غوښتنه وکړه.

همداشان ولسمشر اردوغان  د سعودي د نوي ولیعهد شهزاده  محمد بن سلمان سره  په ټیلیفوني خبرو کې  هغه ته د نوې دندې او مسئولیت له امله مبارکي وویله  او هغه ته يي د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه.

ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان سره  د جي شل سرمشریزې په چوکاټ کې  په هامبورګ ښار کې  د مخامخ لیدنې  پریکړه وکړه.

ولسمشر اردوغان د خلیج د هیوادونو او قطر ترمنځه د روان کړکیچ د هر څه ژر حل غوښتنه وکړه. ولسمشر اردوغان ددینه مخکې  د سعودي عربستان په پاچا غږ کړی وو چې د خلیج د مشر په توګه باید دا ستونزه حل کړي. 



اړوند خبرونه