ترکیې په کابل کې په جومات ترسره شوی برید په کلکو ټکو وغنده

ترکیې  تیره شپه  د افغانستان په پلازمینه کابل کې  په یو جومات  ترسره شوی  ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده.

753756
ترکیې په کابل کې په جومات ترسره شوی برید په کلکو ټکو وغنده

ترکیې  تیره شپه  د افغانستان په پلازمینه کابل کې  په یو جومات  ترسره شوی  ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې  په پلازمینه کابل کې په جومات ترسره شوی  برید غندلی دی .

د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې « په ډیرې خواشینۍ سره  مو  تیره شپه  په پلازمینه کابل کې  په یو جومات د ځانمرګي برید په اړه چې ګڼ شمیر کسانو ته پکې مرګ ژوبلې اوښتې ته  خبر ترلاسه کړ. د روژې پدې مبارکه میاشت کې  په سپیڅلې مکان  جومات ترسره شوی  برید  په کلکو  ټکو غندو او لعنت  پرې وایو.

د پيښې قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت ، ټپیانو ته د عاجلې شفاء  او د قربانیانو کورنیو او د افغانستان ورور او دوست ملت  او دولت ته  تسلیت مراتب وړانډې کوو. ترکیه د ورور او دولت هیواد ملت او حکومت سره همغږۍ ته دوام ورکوي او تل يي تر څنګ  ولاړ  دی. »



اړوند خبرونه