د بهرنيو چارو وزير قطر ته لاړ
په داسې حال كې چې د خليج د همكارۍ د سازمان د غړو هېوادونو په كډون د يو شمېر نورو هېوادونو لخوا پر قطر باندې سياسي او اقتصادي بنديزونه لګېدلي دي، تركيه هڅه كوي چې د ګاونډيو ترمېنځ د روغې جوړې په برخه كې منځګړيتوب وكړي.

په همدې موخه نن د تركيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو او د اقتصاد وزير نهاد زيبكچي په دوحه كې د خپلو سيالانو سره د رسمي ليدنې په موخه نوموړي هېواد ته سفر وكړ.
دواړو وزيرانو په قطر كې ددې هېواد د بهرنيو چارو د وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني او د اقتصاد د وزير شيخ احمد بن جاثم الثاني سره ليدنې وكړې.
چاوش اوغلو د قطر سره د تركيې په همكارۍ ټينګار وكړ او زياته يې كړه چې د خليج د همكارۍ د سازمان د غړو ترمېنځ د خبرو اترو په موخه د لارو چارو د موندلو لپاره هڅه كوي.
چاوش اوغلو زياته كړه چې ``قطر زموږ ورور هېواد دى او قطر مو ورونه دي. تركيه او ولسمشر اردوغان د روانو ستونزو د آواري په موخه هلې ځلې كوي. د همدې امله دلته يم. ددې لپاره راغلى يم چې له قطريانو خپل ملاتړ اعلان كړم.``
د بهرنيو چارو وزير وويل چې موږ نه غواړو چې د ورونو ترمېنځ كړكېچ ته لاس تر زنې كښېنو.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.