د تركيې ملي جنګي جټ الوتكه پر لاره ده!

تركيه په پام كې لري چې د خپلو ملي امكاناتو په واسطه پرمختللې جنګي جټ الوتكه جوړه كړي.

749740
د تركيې ملي جنګي جټ الوتكه پر لاره ده!

 

 

د هېواد د ملي دفاع وزير فكري اېشك پدې اړه وويل چې د ملي محاربوي الوتكې د پروژې په چوكاټ كې هڅه كوي چې ددې الوتكې ماشين هم د تركي انجينيرانو په لاس جوړ شي.

په تركيه كې د ملي محاربوي الوتكې د پروژې ( TF-X) چارې پيل شوي دي.

اېشك زياته كړه چې د تركيې د دفاعي صنايعو د مستشاريت په چوكاټ كې تر اوسه پورې د ۳۵ ميلياردو ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې تر لاسه لاندې دي چې يوه يې هم د جنګي جټ الوتكې توليد دى.

د دفاع وزير وويل چې `` ددې پروژې عملي چارې پيل شوي دي. د دا ډول پروژو عملي كول اوږد پلان او وخت غواړي. تمه لري چې په راتلونكو كلونو كې د بهرنيو جنګي جټ الوتكو پر ځاى خپلې الوتكې وكاروي.``



اړوند خبرونه