د قطر د کړکیچ د حل په خاطر د ولسمشر اردوغان هلې ځلې!

ولسمشر اردوغان د قطر د کړکیچ د حل په خاطر د نړۍ د مشرانو سره خبرو ته دوام ورکوي

747143
د قطر د کړکیچ د حل په خاطر د ولسمشر اردوغان هلې ځلې!

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د خلیج هیوادونو او قطر ترمنځه  د روان کړکیچ د حل په خاطر  هلې ځلې کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې  ولسمشر اردوغان پدې چوکاټ کې  د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو د مشرانو سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې کړي دي.

ولسمشر اردوغان  پرون  د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ، اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو، د بحرین پاچا حمد بن عیسی الخلیفه، اردن پاچا  دویم عبدالله، لبنان  لومړي وزیر سعد حریري او د مالیزیا لومړي وزیر نجیب تون عبدالرازق  سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان  پدې ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د سیمې روانې ستونزې باید د ډیالوګ  او ډیپلوماسۍ  له لارې حل شي.ولسمشر اردوغان ویلي دي چې ترکیه  پدې برخه کې  هر ډول  مرستې ته  تیاره ده.

د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان  وړمه  ورځ  پدې اړه  د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني، روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، کویټ پاچا شیخ صباح الاحمد الصبا او سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز ال سعود سره د ټيلیفون په کرښه خبرې کړې وې.

د یادولو وړ ده چې  د تیرې دوشنبې په ورځ  د خلیج څلورو هیوادونو سعودي عربستان، بحرین، مصر او متحده عربي اماراتو د قطر سره خپلې ټولې اړیکې وشلولې. همداشان  وروسته  نورو هیوادونو هم  د سعودي په مشرۍ پدې ایتلاف کې ګډون وکړ او د قطر سره يي د اړیکو د شلولو اعلان وکړ.

دا هیوادونه  قطر په سیمه کې  د ترهګرو او ایران پلوه ډلو نه په ملاتړ  تورنوي.

 



اړوند خبرونه