د تركيې لومړنۍ چورلكه

د تركيې لومړنى چورلكه چې ډيزاين او توليد يې ټول د تركيې انجينيرانو پر غاړه دى، جوړه شوې ده.

744930
د تركيې لومړنۍ چورلكه

 

 

دا چورلكه چې ټي – ۶۲۵ نوميږي په ملكي او نظامي دواړو ډګرونو كې د كارونې وړ ده. تمه كيږي چې چورلكه به داسې ډيزاين شي چې د هوايي امبولانس، د ژغورنې، سپرلۍ د انتقال او په نظامي ډګر كې د ګټې اخيستنې وړتيا ولري.

دا چورلكه چې د سپرلۍ سره يې وزن ۶ ټنو ته رسيږي دوه جلا ماشينونه لري. الوتكه د ۱۲ تنو سپرلۍ د انتقال وړتيا لري.

تمه كيږي چې په راتلونكې كال كې به د الوتكې آزمېښتې الوتنې پيل شي.

په نړۍ كې د ګوتو په شمېر هېوادونه د چورلكو د توليد او ډيزاين وړتيا لري. 


پيوندونه: #چورلكه , #ملكي , #نظامي

اړوند خبرونه