د ترکیې د پوځ د یو جګپوړي جنرال او افسرانو چورلکې سقوط وکړ

ترکیه  تیره  شپه  د پوځ  د یو جګپوړي جنرال او افسرانو د چورلکې  د سقوط  د خبر  سره  ولړزیده.

743335
د ترکیې د پوځ د یو جګپوړي جنرال او افسرانو چورلکې سقوط وکړ

 ترکیه  تیره  شپه  د پوځ  د یو جګپوړي جنرال او افسرانو د چورلکې  د سقوط  د خبر  سره  ولړزیده.

د ترکیې د پوځ  د یو جګپوړي جنرال  په ګډون  د ۱۳ تنو افسرانو  چورلکې  سقوط وکړ.

چورلکه  تیره  شپه  د ترکیې په ختیځ کې  د شرناک ولایت د اولودرې ولسوالۍ اړوند  شن اوبا په سیمه کې  ولویده.

پدې پیښه کې  یو تن تورنجنرال  او ۱۲ تنو افسرانو  ژوند  د لاسه ورکړ.

د ویلو ده چې  د پوځ د لوړپوړي جنرال او افسرانو  چورلکې  پرون  شپه  په ۸ بجو او ۵۵ دقیقو  د شرناک ولایت د اولو درې  ولسوالۍ اړوند د شن اوبا  په سیمه کې  د عسکري غنډ د قومندانۍ  نه  الوتنه وکړه چې  لنډه موده وروسته  راولویده.

د پیښې نه سمدلاسه وروسته  د لومړي وزیر مرستیال محمد شمشک، د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو، د دفاع وزیر فکري اشق  او لوی درستیز وال  ستر جنرال خلوصي اکار په ګډون  یو لوی هیت  سیمې ته  لاړ. د الوتکې د غورځیدو لامل  پخپله لومړي وزیر اعلان کړ.

د ترکیې لومړي وزیر  بنعلي ییلدرم  د نوموړې غمناکې پیښې په اړه  وویل چې  « د ترکیې د پوځ د اتلانو چورلکه  په سیمه کې د برښنا د انتقال د یو عمومي  مزي سره  د جنګیدو په پایله کې  رالویدلې ده . »

هغه  زیاته کړه چې  چورلکه  د ماښام  په ۸ بجو او ۵۵ دقیقو  د عسکري غنډ د قومندانۍ نه  د پاسیدو  نه لنډه موده وروسته  د برښنا د انتقال د عمومي  مزو سره  د جنګیدو په پایله کې  راولویده.

پدې پیښه کې  د ترکیې د پوځ  د ۲۳مې سرحدي فرقي قومندان  تورنجنرال ای دوغان ایدن، ډګروال اوغوض خان کوچوک دیمیر، ډګروال ګوک خان پیکر، ډګرمنې سونګل یاقوت ،  جګړن کورای اونای، جګتورن ایلکر اجار، جګتورن نوري شنر، جګتورن پيلوټ سرحد سغناک، ضابط پيلوټ عبدالمطلب کیسیک باش، خورد ضابط محمد اردوغان، خورد ضابط فوزي کرال، ضابط ذکي قوچ او ضابط حاکان اینجا کال  په شهادت  رسیدلي دي.

د یادولو وړ ده چې  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  دا غمناکه  خبر  په پلازمینه انقره کې  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  د هیواد د ملي امنیت شورا د غونډې نه وروسته  د ملي امنیت د شورا د غړیو سره یو ځای  د روژه ماتي  پر مهال  ترلاسه کړ.

ولسمشر اردوغان  د پيښې په اړه  د معلوماتو د ترلاسه کولو نه وروسته  د هیواد لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار ته  د تسلیت پیغام واستوه.

د هیواد لومړي وزیر بنعلي  ییلدرم د پیښې نه وروسته  پدې پيښه کې شهید شوي  تورنجنرال  ای دوغان ایدن  کور  لاړ  او دا  سخت خبر يي پخپله  ورکړ. لومړي وزیر د جنرال کورنۍ ته  تسلیت او ډاډګیرنه ورکړه.



اړوند خبرونه