په كابل كې د نننۍ خونړۍ چاودنې په اړه د تركيې غبرګون

د تركيې د بهرنيو چارو وزارت د يوې رسمي اعلاميې په خپرولو سره نن سهار په كابل كې د يوې خونړۍ چاودنې له امله د افغان ولس سره د خپلې همدردۍ پيغام شريك كړ.

743158

په اعلاميه كې راغلي دي چې ``په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه كړ چې نن سهار د كابل د ښار په داسې سيمه كې چې د تركيې د سفارت په ګډون يو زيات شمېر نورې رسمي ودانۍ هم شته دى، خونړۍ چاودنه وشوه. د چاودنې له امله د تركيې سفارت ته هم مادي زيان اوښتى دى خو كار كوونكو ته يې مرګژوبله نه ده اړولې.``

دا منفور بريد په شديدو الفاظو سره محكوموو او په بريد كې وژل شوو كسانو ته د الله ج لخوا د مغفرت او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا هيله كوو.

پدې ډول د قربانيانو د كورنيو په ګډون د افغان حكومت او ورور ملت سره د خپلې خواخوږئ مراسم يو ځل بيا شريكوو.

تركيه به د ترهګرۍ سره د مبارزې په ډګر كې د افغان حكومت ترڅنګ ولاړه وي.

پيوندونه: #کابل , #برید , #ترکیه

اړوند خبرونه