اردوغان د ۱۰۴۴ ورځو وروسته يو ځل بيا په پارلمان كې

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان له اوږده ځنډه وروسته د لومړي ځل لپاره د عدالت او پراختيا د ګوند مشر په توګه په پارلمان كې ددې ګوند استازو ته وينا واورله.

742448
اردوغان د ۱۰۴۴ ورځو وروسته يو ځل بيا په پارلمان كې

 

 

ولسمشر د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې په نړيوالې همكارۍ د ټينګار ترڅنګ وويل چې هغه پورې چې ټوله نړۍ د ترهګرۍ پر وړاندې يوه خوله شوې نه وي، د پديده نه وركيږي.

اردوغان د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د موازي دولت د جوړښت پر وړاندې د مبارزې په اړه وويل چې امريكا او نوره نړۍ بايد ددې ډلې مشر فتح الله ګولن تركيې ته وسپاري.

اردوغان په صراحت سره ټولې نړۍ ته خبردارى وركړ چې ``تركيې ته د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د غړو د نه سپارلو په صورت كې به تركيه هم هغه كسان چې ستاسې پورې اړه لري، و نه سپاري. د ترهګرۍ سره مبارزه يو ځايي نه ده. دا د نړيوال مطابقت د تطبيق په معنى ده. د ترهګرې ډلې غړي به د تركيې له تابعيته هم محروم كړاى شي.``

ولسمشر اردوغان د ترهګرۍ سره د وسله والې مبارزې په برخه كې هم لاسته راوړنو ته اشاره وكړه او زياته يې كړه چې په تېرو ۲ مياشتو كې ۳۳۶ ترهګر له منځه تللي دي او ۴۳ تنه سرتيري مو شهيدان شوي دي.



اړوند خبرونه