د امریکا په مقابل کې د ترکیې سخت غبرګون

امریکا ولسي جرګې نوموړي هیواد د ولسمشر اردوغان د سفر پر مهال رامنځته شوې پیښو اړوند مسوده تصویب کړه

739721
د امریکا  په مقابل کې د ترکیې سخت غبرګون

ترکیې  د امریکا  متحده ایالتونو د ولسي جرګې لخوا نوموړي هیواد ته د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر پر مهال  په واشنګټن کې د ترکیې د سفارت په مخکې د رامنځته شوو پيښو د غندنې اړوند د مسودې د منلو په اړه  سخت غبرګون وښود.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ددې مسودې نه  د حقایقو د پټولو  او یو پلوي مسودې په توګه یادونه وکړه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند  حسین مفتي اوغلو ویلي دي چې د امریکا  د ولسي جرګې لخوا په ډیره بیړه  د یادې شوې مسودې منل  په کلکه ردوو.

ویاند ویلي دي چې امریکا ته د ولسمشر رجب طیب اردوغان  د سفر پر مهال  د امنیتي تدابیر په اړه د ترکیې لخوا په کراتو د خبرداریو  سره سره  امریکايي مقاماتو  لازم  تدابیر نوه نیولي. د امریکا لخوا د لازم امنیتي تدابیرو نه نیول کیدل  ددې پیښو اصلي لامل  بلل کیږي.

هغه ویلي دي پداسې حال کې چې  امریکا  په نورو برخو کې کلک امنیتي تدابیر نیولي وو خو  په واشنګټن کې د ترکیې د سفارت په مخکې  هیڅډول  امنیتي تدابیر نوو نیولي دا چې دا پخپله  د سوال وړ مسله ده. کله چې  د امریکايي مقاماتو نه پدې اړه پوښتنه کیږي نو ځواب نه ورکوي.

ویاند ویلي دي چې  د امریکا د ولسي جرګې لخوا  دا مسله  په کاري اجندا کې نیول  او په قانوني بحیر کې شاملول  ددې مسلې د حل پر ځای  لا ستونزې رامځته کوي.

ترکیه دا مسله د نږدې نه تعقیبوي  او هیله لري چې  دا ډول اقدامات نوموړي هیواد د ولسمشر اردوغان په سفر  بدې اغیزې ونکړي.

د یادولو وړ ده چې  امریکا ته د ولسمشر اردوغان د سفر پر مهال  د پې کاکا  او پي وای ډي ترهګرو ډلو  پلویانو  په واشنګټڼ کې د ترکیې د سفارت په مخکې  په ترکانو چې  د ولسمشر اردوغان د هر کلي په خاطر هلته راټول شوي وو  بریدونه وکړل. دلته  د ترکانو او پې کاکا او وای پي جي  ترهګرو ډلو د پلویانو ترمنځه  اخوډب وشو چې بهرنیو چارو د وزیر ځینو ساتونکو  د دواړو خواوو  د خلاصولو په خاطر  مداخله کړې وه.



اړوند خبرونه