ترکیې هوايي ځواکونو  د عراق په شمال کې د ترهګرو په پټځایونو درانده  بریدونه وکړل.

د ترکیې وسله وال ځواکونه د هیواد دننه سربیره په بهر کې هم ترهګرو ته په ازاده توګه د ساه اخیستو فرصت نه ورکوي

737164
ترکیې هوايي ځواکونو  د عراق په شمال کې د ترهګرو په پټځایونو درانده  بریدونه وکړل.

ترکیې هوايي ځواکونو  د عراق په شمال کې د ترهګرو په پټځایونو درانده  بریدونه وکړل.

د ترکېې د هوايي ځواکونو اړوند  اف ۱۶ جنګي الوتکو  تیره ورځ  د ماسپخین نه وروسته د ۲بجو او ۴۵ دقیقو او ۳ بجو او ۱۵ دقیقو ترمنځه  د عراق په شمال کې د قندیل په غرونو کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  په پټنځایونو او مرکزونو پراخه بریدونه وکړل.

د ترکېې د لوی درستیزوالۍ د رسنیو د دفتر د معلوماتو له  مخې پدې بریدونو کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  دوه د وسلو ډیپوګان، دوه څمڅې مرکزونه په نښه شوي دي.

پدې برید کې  د وسلو ډیپوګان او څمڅې په کامله توګه له منځه وړل شوي دي. پدې بریدونو کې ګن شمیر  ترهګر هم  له خپو غورځول شوي دي.



اړوند خبرونه