اردوغان یو ځل بیا د عدالت او پراختیا ګوند د مشر په توګه وټاکل شو

د ترکیې  ولسمشر  رجب طیب اردوغان  یو ځل بیا  د عدالت او پراختیا واکمن  ګوند  د مشر په توګه وټاکل شو.

736288
اردوغان  یو ځل بیا د عدالت او پراختیا ګوند د مشر په توګه وټاکل شو

 د ترکیې  ولسمشر  رجب طیب اردوغان  یو ځل بیا  د عدالت او پراختیا واکمن  ګوند  د مشر په توګه وټاکل شو. 

ولسمشر  اردوغان  چې  ۹۹۸ ورځې  مخکې  د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو له امله   د خپل  ګوند نه استعفا  کړې وه  د ترکېې جمهوریت په اساسي‌ قانون کې  د تعدیل له مخې  هغه ته  یو ځل بیا  د ګوند د غړیتوب  حق ورکړ شو.

د همدې امله  د عدالت او پراختیا  واکمن  ګوند  نن  خپله دریمه  فوق العاده  کانګره   ترسره کړه.

ولسمشر اردوغان  د عدالت او پراختیا  واکمن  ګوند  په  دریمه  فوق العاده کانګره کې  د ۱۴۴۱  موافقو  رایو  سره  د یاد شوي‌ ګوند  د نوي‌ مشر په توګه وټاکل شو.



اړوند خبرونه